Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: په یوه میاشت کې د هرات-خواف د وسپنې پټلۍ فعالیت پیلېږي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وایي، د افغانستان او ایران پلاوو سلا کړې چې تر یوې میاشتې پورې به د هرات-خواف د وسپنې پټلۍ فعالیت پیل کړي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پټلۍ د بیا رغونې او تخنیکي ستونزو د حل مسوولیت د ایران د وسپنې پټلۍ تخنیکي ډلې پر غاړه اخیستې دی.

د دې ادارې ویاند په وینا، د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره د هرات-خواف د وسپنې پټلۍ د فعالیت پیلېدو ته بشپړ چمتوالی لري.

عبدالسمیع درانی په‌دې اړه وايي: «د دې پروژې د انتقال پیلېدو سره به نېغ په نېغه پنځه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي. موږ تمه لرو چې دا کار به تر وري میاشتې وشي. د یادونې ده چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د اورګاډي لپاره بشپړ چمتوالی لري.»

د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره زیاتوي، د هرات-خواف د وسپنې پټلۍ د فعالیت له پیلېدو سره به له پنځه زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وایي، د هرات-خواف د وسپنې پټلۍ د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکی  اذرخش حافظي وايي: «د افغانستان لپاره د وسپنې پټلۍ چې په وچه کې ګیر هېواد دی او سویلي اسیا له مرکزي او ختیځه اسیا له لوېديځې سره نښلوي، ډېره مهمه ده او د لېږد-رالېږد  ارزانه طریقه ده.»

د اقتصادي چارو شنونکی  بصیر تره‌کی وايي: «د خواف-هرات لار ښه لاسته‌راوړنه او مثبت ګام دی، ځکه چې هم د صنعت کارانو لپاره ښه دی او هم د توکي ژر تر ژره رارسېږي.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي  احمد پیمان زیاتوي: «یوه نوې لاره او په ټرانزیټي لارو کې تنوع رامنځ‌ته کېږي او همداراز د توکو په لېږد-رالېږد کې وخت لنډېږي. موږ هیله‌من یوو چې دغه لار پرانیستل شي.»

د وسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دې ادارې د سټنډرډ ملي ادارې، د تېلو او ګازو ملي ادارې او کرنې او ټرانسپورټ وزارتونو لپاره د توکو د ښکته کولو او بارولو او دغه راز د افغان پسټ ادارې د فعالیت لپاره ځایونه ځانګړي کړي او په راتلونکو ورځو کې به ټولې بندري ادارې په‌دې برخه کې فعالیت پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه