Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: ۱۱ نیمګړې پروژې به بشپړې شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېرو کلونو ۱۱ نیمګړې پروژې به د ۱۴۰۲ لمریز کال په پراختیايي بودیجه کې ځای پرځای کړل شي.

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د دغو نیمګړو پروژو کار پيل شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر له مالیې وزارته غوښتې دي چې د ۱۴۰۲ کال په پراختیایي بودیجه کې د اوبو د بندونو، سړکونو، روغتیایي مرکزونو او د اوبو رسونې د شبکو په ګډون د دغو ۱۱ پروژو لګښت په پام کې ونیسي.

د مالیې وزارت وایي، چې دغه پروژې ښه کاري پرمختګ لري او تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته یې وړاندیز شوی دی.
 
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«د مالیې وزارت د بودیجې او خزاین ریاست، ټولې نیمګړې بودیجوي پروژې تحلیل کړې دي چې له هغې ۱۱ سترې او کوچنی پروژې چې په ښارونو او د بېلابېلو ولایتونو په شاوخوا کې دي، ټاکل دي او د هغوی لېسټ د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته استول شوي او د هغوی له لوري هم تایید شوې دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف په دې هکله وویل:«بېخ بنايي پروژې چې ټاکل شوې په ولایتونو کې پېل شي د افغانستان ځابسیانې ته د رسېدو په منظور دی او دغه پروژې کولای شي چې د هېواد په اقتصادي پراختیا او انکشاف کې او همدارنګه د دندو په رامنځته کولو او د کار په کمښت کې مهمه ونډه لري.»

بل خوا د صنایعو او کانونو خونه د بیخ بنایي پروژو د کار پېلېدل یو ښه ګام ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د نورو نیمګړو پروژو کار هم بېرته پېل کړي.

د کاننو او صنایعو خونې اجراییه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«د زیربنايي او انکشافي پروژو د درېدو له امله چې په هغو کې تر ډېره د ودانیزو توکو لګښت په کې وو، زموږ د ځينو کارخونو کارونه یې درېدلي وو. هیله لرو چې حکومت له عملي ګامونو سره د نیمګرو پروژو پر کار او د نویو پروژو کار پيل کړي او همدارګه جدي پاملرنه ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ريښتیا وایي، چې په هېواد کې د نیمګړو پروژو د کار پېلېدل خلکو ته د کار زمینه برابروي او د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لري.

ښاغلي ریښتیا زیاته کړه:«که چېرې په دغو پروژو کې کورنیي توکي او تولیدات مصرف شي د هغه ترڅنګ کولای شو چې د افغانستان صنعت ته حرکت ورکړو او په بازار کې خوځښت رامنخته کړو له شک پرته چې د بیخ بنايي پروژوو او انکشافي پروژو ته حرکت ورکول د کار او دندې رامنځته کېدو لامل کېږي.»

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه پروژې نیمګړې پاتې دي او نړۍوال بانک تر اوسه د دغو پروژو د کار د بېرته پېلېدو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.
 
د صنایعو او کانونو خونه د بیخ بنایي پروژو د کار پېلېدل یو ښه ګام ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د نورو نیمګړو پروژو کار هم بېرته پېل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه