Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډبرو سکرو له صادراتو د عوایدو ډېرېدل

د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو لسو میاشتو کې ۲٫۷ مېلیونه ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي دي.

د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ، د ډبرو سکرو له صادراتو څه باندې ۱۲ مېلیارډه افغانۍ عواید تر لاسه شوي چې د تېر کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

په‌دې اړه د مالیې وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «د ۱۴۰۰کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواده څخه شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صاد شوي وه، چې له دې درکه نږدې ۱مېلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه شوی، خو د ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې نږدې ۲٫۷ مېلیونه ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي چې له دې لارې ۱۲ مېلیارده او ۱۴۳ مېلیونه افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل شوی.»

د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنې رییس محمد رسول توتاخېل وايي: «تقریباً له افغانستانه هغه ارقام چې وزارت مالیې نشر کړي، چې په حدود د ۲٫۷ مېلیونه ټنو د ډبرو سکاره موږ له افغانستانه صادر کړي، دا یو حقیقت دی، موږ فکر کاوه چې دا به نه‌وي، خو چې دقیق ارقام مو راواخیستل، نو دا تقریباً یو حقیقت دی او دا اکثریت پاکستان هېواد ته تللي دي.»

بل‌خوا، په پلازمېنه کې د ډبرو د سکرو پلورونکي وایي، په هېواد کې د ډبرو د سکرو بیه ټيټه شوې ده.

د ډبرو د سکرو پلورونکی نصرت‌الله وايي: «لکه څنګه چې وینو، سږ کال ژمی ډېر سوړ و او د ډبرو سکرو او لرګیو بیه لوړه وه، اوس هوا توده شوې، مخکې د ډبرو سکرو بیه ۱۶ تر ۱۶ نیم زره وه، خو اوس ۱۲ او ۱۲ نیم زرو ته راښکته شوې ده.»

د ډبرو د سکرو پلورونکی ندیم‌الحق زیاتوي: «مخکې یو ټن زغال په ۱۵ زره و، اوس دولس زره دي.»

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې نږدې ۹۵۰ زره ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه