Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران کې د افغان کډوالو اقتصادي ننګونې

په ایران کې یو شمېر هېوادوال وايي، د ډالر پر وړاندې د ایراني تومان د ارزښت په رالوېدو سره دوی له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي.

یاد هېوادوال وايي، د ډالرو پر وړاندې د تومان د ارزښت کمېدل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې خپلو کورنيو ته کمې پيسې ولېږي.

په ایران کې کډوال فضل الرحمن وايي: «په افغانستان کې مې کورنۍ ته لس زره افغانۍ لېږدلې، خو اوس پنځه زره افغانۍ لېږم. د افغانۍ پر وړاندې د تومانو ارزښت کم شوی دی.»

یو بل افغان کډوال مجتبی وايي: «په ایران کې کار ډېر زیات دی، خو پیسه یې ډېره بې‌ارزښته ده، موږ نه‌شو کولای خپلې کورنۍ ته پیسې واستوو او وې لېږو پنځه زره کېږي چې د کورنۍ لپاره بسنه نه‌کوي.»

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، پر ایران د نړۍوالو د بندیزونو په دوام سره د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت کم شوی.

اوس یو ډالر پر ۵۵ زره تومانه بدلېږي، خو یوه میاشت مخکې پر ۳۳ زره تومانه بدلېده.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي: «یو ډالر ۵۵ زره تومانه تبادله کېږي. دا د صرافۍ او سوداګرۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ایران پیسې د ډالر پر وړاندې دومره کمزورې کېږي. زموږ د نظر او څېړنو له مخې، پر ایران بهرني بندیزونه او له هغوی سره د اړیکو پرې کول د دې عمده دلایل دي.»

د اقتصادي چارو یو شنونکی وايي، که سرپرست حکومت وکولی شی چې کورنۍ او بهرنۍ پانګې راجلب کړي؛ نو ورسره به د هېوادوالو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اصف ننګ وايي: «د افغانانو ۹۰ تر ۱۰۰ مېلیارډ ډالره پانګه ده چې ډېری یې له هېواده ویستل شوې ده. که طالبان وکولای شي د کنسرسیومونو او "PPP" له لارې بېرته جلب کړي او په خصوصي سکټور کې ورته د فعالیت زمینه برابره کړي.»

له بل لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سرپرست حکومت په افغانستان کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګونو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او دې چارې د نږدې او لرې هېوادونو پانګه‌والو پانګونې ته لېواله کړي.»

په هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ډېرېدل د کډوالۍ ستر لاملونه ګڼل کېږي.

د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له‌مخې، د روان کال په سلواغې میاشت کې نږدې ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو په‌دې اړه چې په یاده میاشت کې څومره افغانان ایران ته تللي؛ کره مالومات نه‌شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه