Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صدر خېل: اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو، په لسګونو هېوادونو کې پانګونه کړې

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، چې په عربي متحده اماراتو کې ۸۰ سلنه افغان سوداګر دفترونه لري او د نړۍ په نږدې ۵۰ هېوادونو کې يې پانګونه کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي:«اتیا فیصده د افغانستان هغه غټ تاجران چې کوم دي دلته یې کورونه دي، دلته یې مرکزي دفترونه دي، په شمول د افغانستان په ۴۵ یا ۵۰ ملکونو د نړۍ کې کارو بار لري تجارت کوي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هڅه کېږي چې په کور دننه د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«دا زموږ سرمایه ګزاران شته په بهر کې، خو کوښښ کو چې هغه سرمایه ګزاران هم افغانستان ته راشي او خپله سرمایه ګزاري وکړي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې په کور دننه پانګونې د هېواد د اقتصاد د غوړېدو زمینه برابروي.

د اقتصادي چارو شنوونکی اصف ننګ وايي:«د پي پي ګانو له جوړولو سره، د اقتصادي او سوداګریزو کنسرسیومونو له جوړولو سره، افغان سوداګرو د پانګونې لپاره، د لویو سوداګریزو تړونونو لپاره باید زمینه برابره شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«کله چې په هېواد کې پانګونه کېږي، کاري زمینې برابرېږي او خلکو ته د کار له پیدا کېدو سره د خلکو ژوند بدلون کوي.»

بل پلو، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لاره هواره کړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کابل اوسېدونکی نعمت الله وايي:«هغوی وکړای شي چې خپله هغه پانګه دننه هېواد ته ولېږدوي او خپل کار او فعالیت پیل کړي چې زموږ خلک له دغه حالته چې اوس حاکم دی په ځانګړې توګه اقتصاد یې او د بې کارۍ شرایط له دغه حالته ووځي.»

د کابل بل اوسېدونکی ولید هم زیاتوي:«که چېرې په افغانستان کې پانګونه وشي بې کاري کمېږي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان، روسیې، پاکستان او ایران د سوداګرو په ګډون د یوه کنسرسیوم د جوړېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې دغه کنسرسیوم به د انرژۍ، کانونو، د سالنګ د دویم تونل، د کابل - هرات د لویې لارې او کابل ته د سالنګ د اوبو د رارسولو په پروژو کې پانګونې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه