Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سویس کې د افغانستان د شتمنیو ۷۰ مېلیون ډالري ګټه

د افغانستان د اسعاري شتمنیو د صندوق یو غړی وايي چې د افغانستان د شتمنیو ګټه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې تر پایه ۷۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

شاه محمد محرابي وايي، د دغه صندوق د غړو په دویمه غونډه کې د افغانستان د شتمنیو د ساتنې، د صندوق د اجراییه رییس د ټاکنې او د افغان سلاکارانو د کمېټې د جوړولو په تړاو خبرې وشوې.

شاه محمد محرابي طلوع نیوز ته وویل:«په دې غونډه کې پلاوي د وجهي صندوق د عملیاتي چارو د پراخولو او د افغانستان د شتمنیو د ساتنې په تړاو د افغان لوري په استازیتوب پرېکنده پرېکړې وکړې. پلاوي توافق وکړ چې، د افغانستان د وجهي صندوق د عملیاتي چارو د لګښتونو لپاره نوره بودیجه پیدا کړي او ورسره دا پرېکړه هم وشوه چې، له دغه صندوقه او همداراز له کلني عایده یوه اندازه پیسې د عملیاتي چارو لپاره ځانګړې شي.»

نوموړی زیاتوي، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر وروستۍ پورې د افغانستان شتمنیو شاوخوا ۷۰ مېلیونه ډالره ګټه کړې ده.

هغه زیاتوي:«۳ اعشاریه ۵ مېلیارد ډالره له ۳۶ مېلیونه ګټې سره د نړۍوال تسویې بانک ته لېږدول شوي او د جنورۍ میاشتې تر وروستۍ پورې یې ۳۴ میلیونه ډالره نوره ګټه هم کړې ده.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، د افغانستان له شتمنیو ترلاسه شوې ګټه باید د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثبات او همداراز د نړۍوالو پورونو د پرې کولو په برخو کې ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر طلوع نیوز ته وویل:«اساساً اسعاري زېرمې او هغه ګټه چې له هغې ترلاسه کېږي د پیسو د سیاست د اغېزمنتیا د تطبیق او د اسعارو د تبادلې د مدیریت او همدارنګه د تادیاتو د کسر د تمویل لپاره او د یوه هېواد د نړۍوالو پورونو د ورکړې لپاره استفاده کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم څرګندوي:«دغه پیسې په غیر مستقیمه توګه د افغانستان دولت ته رسېږي د افغانستان حاکمیاتو ته او یوه موخه یې همدا ده چې له انساني مرستو له مسلې څخه عبارت ده، بشرپاله مرستې او تادیې.... د افغانستان حاکمیت بهرنیو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره شوې دي.»

اقتصاد وزارت بیا وايي چې، د افغانستان د شتمنیو په کنګل پاتې کېدو سره د هېواد اقتصاد ته ډېر تاوان رسېدلی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان اقتصادي پراختیا او ودې ته بېلابېل زیانونه اړولي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو پیسو اصل او ګټه د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي.» 

د افغانستان د شتمنیو د ساتنې صندوق د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر ۱۴مه جوړ شو او موخه یې هم د افغانستان له شتمنیو د ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ساتنه په ګوته شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه