Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په پاکستان کې اقتصادي رکود د دې هېواد او د افغانستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره د افغانستان صادرات او واردات نږدې درې مېلیارډ ډالرو ته رسېدل، خو دمګړۍ دغه کچه کمه شوې ده.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی ټینګار کوي چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزه راکړه-ورکړه د کلدارو له سقوط سره ورځ په ورځ کمېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: «له پاکستان سره زموږ سوداګري ورځ تر بلې په خرابېدو ده، دا سربېره پر دې چې د پاکستان د پیسو ارزښت په کموالي تاثیر کوي، زموږ په صادراتو هم منفي اغېز کوي.»

په وروستیو میاشتو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخامخ دی.

اوس‌مهال دغه هېواد له ۳۱ سلنه ډېر اقتصادي تورم سره مخ دی او دې مسالې د دې هېواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي زیاتوي، پاکستان کې اقتصادي بحران نه یوازې دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته ستونزې جوړې کړي؛ بلکې په افغانستان کې دننه يې هم د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی زلمی عظیمي زیاتوي: «په پاکستان کې د ګازو او تېلو بیې لوړې شوي، بیې یو په دوه او درې برابره لوړې شوي. واقعیت خبره خو دا ده چې د پاکستان له اقتصادي ستونزو نه افغانستان ته هم څه ناڅه ستونزې راځي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « په ټوله په ګاونډیو هېوادونو کې ناوړه اقتصادي وضعیت مستقیم او غیر مستقیم ډول کولای شي په افغانستان کې منفي اغېز ولري.»

د راپورونو پر بنسټ، په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې د دې هېواد د روپۍ ارزښت په بې‌ساري ډول را ټېټ شوی او په‌دې هېواد کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه