Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: د کرنې په برخه کې دې پانګونه وشي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي چې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره اړتیا ده چې د کرنې په برخه کې پانګونه وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې وویل:«د افغانستان اسلامي امارت ان‌شاالله هر توان چې ولري، د کرنې د پياوړتیا لپاره او د ملي او نړۍوالو پانګوالو د هڅولو لپاره او هغوی ته د پانګونې د اسانتیا لپاره، ان‌شاالله خپل ټول کوښښ کوو.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې، له ټولو هېوادوالو غواړي چې د افغانستان په سمسورتیا کې ونډه واخلي.

ملا عبدالغني برادر وایي، چې د تېرو لسیزو جګړو، د هېواد پر اقلیم ناوړه اغېز کړی:«د دې ککړ چاپېریاله او وژونکو کېمیاوي موادو له تاثیراتو څخه، د خلاصون یوازینۍ لار درختې، بوټي، فصلونه او د افغانستان شین کول دي.»

بل خوا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې د کرنې د ودې لپاره به پر کروندګرو ځمکه ووېشل شي.

د کرنې، اوبو لګونی او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء الله عمري وايي:«تاسې په هره برخه کې، په هره ټکي کې او د افغانستان په هره څنډه کې، د افغانستان په هر لوري کې چې وغواړئ د کرنې په برخه کې پانګونه وکړئ، موږ ستاسو په خدمت کې یوو، موږ تاسو ته زمینه برابروو. تاسو ته ښه ځای او ځمکه چمتو کوو.»

تمه کېږي، چې په نوي لمریز کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري په هېواد کې ۶۰۰ زره نیالګي کېنول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه