Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د ټاپي پروژې د عملي کار پېل ته چمتو یوو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې اسلامي امارت د ټاپي پروژې د کار پېل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان د ټاپي پروژې په غړو هېوادونو کې شته ننګونې د دغې پروژې په کار کې د ځنډ بنسټيز لامل بولي. 

 نوموړی زیاتوي، چې په ټاپي پروژه کې امنیتي، تخنیکي او حقوقي مسایل حل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:«اړوند هېوادونه لکه ترکمنستان، پاکستان او هندوستان دي، هغوی ښايي د پروژې تخنیکي او حقوقي کارونه بشپړ کړي نه وي. له همدې امله یې کارونه ځنډول شوي دي او موږ خپل ټول مسایل بشپړ کړي دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم وايي:«له مالي پلوه په دغې پروژه کې دخیل هېوادونه او نړۍوال بانک باید تر ډېره پاملرنه وکړي ترڅو موږ ټول وکړای شو چې سیمه‌ییزو موخو ته لاسرسی پيدا کړو.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو او په کابل کې د پاکستان مخکیني سفیر په ۲۰۲۲زیږدیز کال کې د دې پروژې د عملي کار د پېلېدو خبر ورکړی و.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«تر هغې چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي تعاملات حل نه‌شي، ټاپي حرکت نه کوي. له همدې امله پاکستان هڅه کوي چې د ټاپي په ځای، ټاپ حرکت وکړي یعنې ترکمنستان، افغانستان او پاکستان.»

د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر هم وویل:«په افغانستان کې د دغې پروژې تطبیق له جیوپولیټیک پلوه په سیمه کې د افغانستان ځای پیاوړی کوي او له اقتصادي پلوه کولای شي چې د افغانستان د برېښنا او ګاز اړتیاوې پوره کړي.»

تر دې وړاندې د روسیې ۲۴ ټلوېزیون رپوټ ورکړی چې مسکو هم د ټاپي په پروژه کې ګډون ته لېوال دی. د ټاپي پروژه له ترکمنستان پېل او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه تنو ته د کار د زمینې پر برابرېدو سربېره، افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه