Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالو‎ژۍ د عوایدو زیاتوالی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول له لارې په راټولېدونکو عوایدو کې چې له کرېډېټ کارټونو ګرځول کیږي، د زیاتوالي خبر ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې په وروستي یوه کال کې یې له دې لارې نږدې اته مېلیارد افغانۍ عواید لرلي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۰۱ کال له پيله تر ۱۱ میاشتو روان کال د کب تر میاشتې څه باندې اوه مېلیارده او ۸۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي او د دغې راټولونې بهیر روڼ او د ریال ټایم سیسټ له لارې کېږي او څارنیزې ډلې پر دغه سیسټم څارنه کوي.»

بل خوا د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د انټرنت له ټيټ سرعت او ټيټ کیفیت او د انټرني بستو له لوړې بیې شکایت کوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو غواړي چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي ته پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکي شوکت‌الله وویل:«زموږ غوښتنه او هیله دا ده چې انټرنټ ښه کار وکړي. په ځينو سیمو کې انټرنټ سم کار نه کوي او ډېر ضعیف دی.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد هم وايي:«د نورو هېوادونو پرتله انټرنټ کمزوری دی. په ځانګړې توګه په هغو وختونو کې چې ډېره اړتیا ورته وي. د ورځې له خوا سم کار نه کوي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي، چې د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه مالیې په راټولولو کې د پخوا پرتله روڼتیا راغلې ده.

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي څرګنده کړه:«پر مخابراتي کرېډیټ کارتونو مالیه په نړۍ کې یوه عادي او معموله چاره ده؛ په دې شرط چې په رڼه توګه راټول کړای شي او ناوړه استفاده ونه شي او د خلکو له اقتصادي وضعیت سره متناسب هم وي چې په خلکو اضافي فشار رانه شي.»

د مخابراتي خدمتونو لس سلنه مالیه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د مخکیني حکومت له لورې ولګول شوه او ټلېفونونو ته د کرېډيټ جمعه کولو پر مهال لس سلنه د مخابراتي شرکتونو له لوري کمېږي.

بل خوا د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د انټرنت له ټيټ سرعت او ټيټ کیفیت او د انټرني بستو له لوړې بیې شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه