Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې پانګونې ته د قطر لېوالتیا

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست وايي، قطر په افغانستان پانګونو ته لېواله دی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په همدې موخه یو قطري پلاوی افغانستان ته راشي.

محمد یونس مومند زیاتوي، به نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې یوه سوداګریزه او ټرانزیټي اکاډمي هم جوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند زیاتوي: «په افغانستان کې درې عمده موضوعات چې امنیت، راتلل، د فساد نه‌شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل، دې ته زمینه برابره کړ ده چې بهرني پانګه‌وال راشي او دلته پانګه‌ونه وکړي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی پر دې باور دی چې د چین، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې پانګونو ته لېواله دي.

د نوموړي په وینا، په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د افغانستان په کانونو او کرنیزو برخو کې ډېرې پانګونې وشي.

خانجان الکوزی وايي: «د ایران په څېر ډېر ګاونډي هېوادونه دي چې غواړي د وسپنې کان دوه تړونونه وګټي. چین اورسیې هم پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.»

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هېواد د اقتصاد د غوړېدا لپاره ډېر مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «د پانګوالو د مالي او ځاني امنیت برابرول، د بهرنیو پانګوالو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حل لارې پیدا کول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلاره درلودل، هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.»

تر دې مخکې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي وو، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېریو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونو ته لېوالتیا ښودلې او په وینا یې یاد شرکتونه غواړي چې په خصوصي سکټور کې تر ۱۰ مېلیارده ډالره پانګونې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه