Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له یوه خصوصي شرکت سره د کندهار "شوراندام" د سمنټو تولید تړون لاسلیکول

کانونو او پټرولیم وزارت له یوه خصوصي شرکت سره په کندهار ولایت کې د "شور اندم" د سمنټو د تولید تړون لاسلیک کړ.

دغه وزارت وایي، په‌دې پروژه کې به قراردادي شرکت ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي: «په ورځ کې به ۳۶۰۰ ټنه تولید ولري. په ورځ کې چې ۳۶۰۰ ټنه شي، دا به ان‌شاء الله د افغانستان د سمنټو اړتیا ۵۰ سلنه حل کړي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د هرات او جبل السراج د سمنټونه د کانونو د تړون ورکړې بهیر وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

ښاغلی دلاور وايي: «موږ کار روان کړی دی چې په جبل‌سراج کې د سمنټو یوه لویه کارخانه جوړه شي، دا کارخانې چې یوه په جبل‌سراج کې، بله په کندهار کې، بله په هرات کې؛ نو بیا به سل په سلو موږ د سمنټو وارداتو ته محتاج نه یوو.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي، کورنیو شرکتونو ته د کانونو د راوېستنې د قراردادونو ورکړه به د هېواد د اقتصاد د غوړېدا لامل هم شي.

د اقتصادي چارو کارپوه بصیر ترکي وايي: «زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي او له ایران او پاکستانه چې بې‌کیفیته سیمنټ په تېره سویلي ویلایتونو ته راتلل، بند شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، دمګړۍ د بغلان د سمنټو کارخونه د افغانستان د اړتیا وړ ۳ سلنه سمنټ تولیدوي او په وینا یې د هرات، کندهار او جبل‌السراج د سمنټو د کارخونو د کارونو په پیلېدو سره به افغانستان بهر ته د سمنټو د صادراتو بهیر هم پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه