Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روان کال کې د هېواد د صادراتو ډېرېدل

د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت ويلي، د روان هجري لمريز کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر شلمې پورې د هېواد صادرات يو مېليارډ او نهه سوه مېليونو ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ٦٣ سلنه زياتوالى ښيي.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې سوداګرو او صادر کوونکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «زموږ ډېری واردات چې و، هغه کتان ټوکر و چې له پاکستان او چین څخه وارد شوي او ډېری صادرات مو د ډبرو سکاره، وچه مېوه او غالۍ وې.»

له دې سره سم، د مالوماتو او احصایې ملي اداره وايي، یوازې په سلواغې میاشت کې د ۱۷۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت کورني تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شوي؛ خو په دې میاشت کې بیا د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د مالوماتو او احصایې ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع  زیاتوي: «په بانکونو کې د خصوصي سکټور او د افغانانو امانت پیسې تر اوسه پورې نه‌دي ستنې شوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه