Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد له هوايي ډګرونو د ورځې تر ۳۰ الوتنې کېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د هېواد له هوایي ډګرونو په ورځ کې تر ۳۰ الوتنې ترسره کېږي.

د یاد وزارت ویاند وایي، چې ډېرې الوتنې د کابل، هرات، بلخ او کندهار له هوایي ډګرونو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ترسره کیږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت امام الدین احمد وايي دم‌ګړۍ د کابل له هوايي ډګره هغو هېوادونو ته الوتنې کېږي چې، د جمهوریت پر مهال نه کېدې.

ښاغلی احمد زیاتوي:«اوس ترکیې ته، ازبیکستان ته، متحده عربي اماراتو مختلفو ښارونو ته لکه دوبۍ، ابوظبۍ او العین ته چې العین ته تقریباً اووه کاله بندې وې اوس الحمدالله موږ شروع کړې او الوتنې ترسره کېږي. روسیې ته او همدارنګه سعودي عربستان، کویټ، قطر ته چې قطر ته وړاندې الوتنې نه وې اوس ترسره کېږي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند زیاتوي، په هرو ۲۴ ساعتونو د بېلابېلو هوايي شرکتونو څه باندې ۱۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي.

امام‌الدین احمد وویل:«هر ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۰۰ عبوري الوتنې لرو. هره عبوري الوتنه ۷۰۰ امریکايي ډالره باید افغانستان ته حق العبور تحویل کړي. »

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د لویو هوايي شرکتونو د هوايي دهلیزونو د نشتوالي له امله د افغانستان تولیدات نړۍوالو بازارونو ته نه رسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره، اقتصادي محدودیتونه رامنځته شول او د امارات او ترکش هوايي شرکتونو په ګډون نړۍوالو هوايي شرکتونو چې دا کار مخته بیوه، بند شول.»

د اقتصادي چارو شنوونکی قطب الدین یعقوبي څرګندوي:«د سوداګریزو محصولاتو د لېږد او راکړې ورکړې لپاره هوايي دهلیزونه، کولای شي ښه ونډه ولري. له بده مرغه فعلي وضعیت چې په افغانستان کې دی او څو محدود کورني شرکتونه چې دغه فعالیت ترسره کوي، د اوسني وضعیت لپاره بسنه نه کوي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ افغان سوداګر د هوايي کارګو له لارې هند، چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خپل سوداګریز توکي صادر او یا هم رارواردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه