د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، تمه ده په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.
د یادې خونې مدیره پلاوي یو غړی وایي، د دې ګډې خونې له جوړیدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې زیاتوالی او د سوداګریزو ننګونو حل دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: «د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي پرېکړه کړې چې یوه ګډه خونه جوړه شي، یو کمېسیون جوړ شوی، پر بنسټپاڼې کار کوي، بنسټپاڼه بشپړه شوې، موږ ورته یو لنډمهالی بورډ وړاندیز کړی.»
له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي، د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو چارو د ګډې خونې په جوړېدو سره باید سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
سوداګر محبوبالله محمدي وايي: «دا کولای شي زموږ د هېواد د تولیداتو لپاره په ایران او نوره نړۍ کې د بازار موندنې په برخه کې ښه رول ولوبوي او له کورنیو سوداګرو هم ملاتړ کولای شي.»
اقتصادي چارو کارپوه تقوا منش وايي: «د دې خونې د کار په پیل سره به سوداګریزې او اقتصادي فعالیتونه زیات شي، پهدې سره زموږ او ستاسو سوداګر له یو بل سره مخامخېږي او د همکارۍ په تبادلې سره به اناشاء الله د سوداګرۍ په وده او پرمختګ کچې په لوړولو کې همکاري وکړو.»
له بل لوري اقتصاد وزارت د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ګډو خونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي.
د اقتصادي وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان او ایران تر منځ ګډې خونې رامنځته کول کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې کې اغیزناکه تمامه شي، هڅې روانې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ښې شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «که دا خونې وکولای شي په ښه ډول مدیریت شي، هم کولای شو پانګونه جذب کړو او هم کولای شو له هېواده کورني تولیدا صادر کړو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، افغانستان له پاکستان، تاجیکستان، ازبېکستان او روسیې سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري.
په دې اړه مو اندونه