Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د کرایې لپاره د نوې لایحې جوړېدل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د کرایې په تړاو له نوې لایحې خبر ورکوي.

د یاد وزارت په وینا دغه لایحه په کابل ښار کې ۱۵۰ مسیرونو ته جوړه شوې، او د موټرونو کرایه د تګ راتګ د مسیر د اوږدوالي پر بنسټ په پام کې نیول شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «د کابل ښار تقریباً ۱۵۰ مسیرونو لپاره یا له دې زیاتو ته لایحه وټاکل شوه او له وړاندې نه یې تفاوت پنځه یا لس افغانۍ راغلی دی.»

د دغه وزارت د ویاند په وینا، د دې نوې لایحې له مخې، په کابل ښار کې د لیني موټرو کرایې له پنځو تر لسو افغانیو راکمه شوې؛ خو زیاته کړې یې ده که د نفتي موادو بیو کې بدلون راشي؛ نو بیا په دې لایحه کې هم بدلون راوستل کېږي.

د ښاري ټرانسپورټ د کرایې د نوې لایحې په یوې برخه کې راغلي:  «له پامیر سینِما تر ګلباغ قلعه فتوح پورې د کرولا موټرو کرایه ۳۰ افغانۍ، د فلنکوچ او ټونس کرایه ۲۰ افغانۍ او د کاسټر کرایه بیا ۱۵ افغانۍ. له پامیر سینِما تر چهلستون پورې د کرولا موټرو کرایه ۱۵ افغانۍ، د فلنکوچ، ټونس او کاستر موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ. له مرادخانۍ تر لومړي مکروریانونو پورې د کرولا موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ او د نورو موټرو کرایه ۵ افغانۍ. او له ده افغانانو تر ۵۰۰فامیلیو پورې د کرولا موټرو کرایه ۲۵ افغانۍ او د نورو مسافر وړونکو موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.»

سره له دې چې په دې وروستیو کې په بازارونو کې د نفتي موادو بیې یو څه رالوېدلې وې؛ خو له دوو ورځو راهیسې بیا ځلي د نفتي موادو بیې یو څه لوړې شوې دي.

تېل پلورونکی سید احمد وايي: «په تېرو دوه ورځو کې موږ تېل په ۶۶ افغانۍ پلورل، د ګاونډیو هېوادونو او وارداتو د ستونزو له مخې ډېر کم وو.»

له دې سره سم، یو شمېر موټر چلوونکي بیا له سرپرست حکومته غواړي چې په بازارونو کې د نفتي موادو بیې هم په جدي توګه کنټرول کړي.

موټر چلوونکی جان ولي وايي: «کله چې تېل ګران وي، یو کس موږ ته ووایي چې تر هغه ځایه ځم، په‌دې صورت کې موږ ته ګټه نه‌کوي او سورلۍ کمې پیسې ورکوي.»

له بل لوري د کابل د ملي بس ریاست وايي، په کابل کې یې د موټرو د کرایې د راکمولو په موخه د ښار په بیلابیلو مسیرونو کې ۱۶۰ ملي بس موټر فعاله کړي دي.

د ملي بس رییس عبدالولی عمری زیاتوي: «کوښښ کوو، تر اوسه پورې د نفتي موادو قیمت یو څه لوړ و، نو په اینده کې موږ ان‌شاء الله کوښښ کوو چې په بازار کې نرخونه کنټرول کړو، تاسو ته مالومه ده چې موږ له کوټه سنګي څخه د کمپنۍ تر پله پورې افتتاح کړه او کرایه یې پنځه روپۍ ده.»

په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د کرایې څرنګوالی تل د کابل میشتو له نیوکو سره مخ وو؛ خو اوس ولیدل شي چې دغه نوې لایحه به څومره عملي او ګټور وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه