Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنې او مالدارۍ خونې د غنمو زېرمه کولو برخه کې له م.م د مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه له ملګروملتونو او مرستندویه هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د غنمو د زیرمه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

یاده خونه دغه راز د کورنیو کرنیزو په ځانګړې توګه د غنمو د تولیداتو پر زیاتوالي ټینګار کوي. دغه غوښتنه په افغانستان کې د وچکالۍ د غځېدو د احتمال په تړاو شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «په اوسنیو حالاتو کې باید نړیواله ټوله او نور هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي او د اسلامي امارت حکومت مسوولیت لري چې په سټراټیژیکو زېرمو کې غنم ولري، څو خدای مه‌کړه له ولږۍ او وچکالۍ سره مخ نه‌شو.»

د اقتصادي چارو کارپوه قطب الدین یعقوبي وايي: «افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۶٫۸ مېلیونه مټرک ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له نیکه مرغه پنځه مېلیون مټرک ټنه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او پاتې یې له بهرنیو سرچینو برابرېږي.»

له بل لوري د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د ۱۰۰ زره ټُنه غنمو د پېرلو طرحه کابینې ته وړاندې کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې په تصویبېدو سره به دغه اندازه غنم بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې لپاره وپېرل شي.

مصباح الدین مستعین وايي: «کرنې وزارت کابینې ته وړاندیز کړی و چې د اضطراري حالاتو لپاره بودجه مختص کړي او د یو لک ټنه غنمو خریداري وکړي؛ نو هغه چې د ۱۴۰۲ کال بودجه متخصېږي، له دې وروسته به دا معلومېږي چې خریداري به له چا څخه کېږي او څه وخت به یې کوي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د مالوماتو له مخې، افغانستان باید په خپلو ستراتیژیکو زیرمو کې درې مېلیونه ټُنه غنم ولري؛ څو په بېړنیو حالاتو کې له ستونزو سره مخ نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه