Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او تهران ترمنځ به سوداګریز او ټرانزیټي تړون لاسلیک شي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز او ټرانزیټي تړون لاسلیک شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې، د دغه وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره د سوداګرۍ او ټرانزیيي چارو د ډېرښت، سوداګرو ته د ډېرو اسانتیاو د برابرېدو او همداراز د سوداګریزې ویزې د مودې د ډېرښت، د ټرانزیټي چارو د لګښتونو د کمښت او نورو سوداګریزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزو چارو ډېرښت د دواړو هېوادونو د اقتصاد د پراختیا لپاره ګټور ګڼي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي وايي:«لګښتونه دې راټیټ کړي چې صادراتي او سوداګریز توکي په ټیټه او ښه بیه د مصرف کوونکو لاسرسۍ ته ورسېږي او موږ کولای شو ښه سوداګري ولرو. او همدارنګه د دواړو هېوادونو په ګمرکونو کې ګمرکي خدمتونه باید په ۲۴ ساعته توګه ترسره شي.»

یو شمېر ایراني سوداګر هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا او سوداګرو ته د لا نورو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار لري.

د ایران - افغانستان د سوداګریز مرکز د مدیره پلاوي رییسه سمانه عبداللهي څرګندوي:«دې ته په کتو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنعت وزارتونه ښه اختیارات په واک کې لري، هغه ناستې چې د دواړو هېوادونو وزیرانو لرلې دي، کولای شي اسانتیا رامنځته کړي. او کابل کې د ایران سوداګریز مرکز پرانیسته د دغې موضوع د ثابتولو لپاره یو ښه ګام دی.»

د ایران - افغانستان د سوداګریز مرکز عامل مدیر حسین آذري هم وویل:«سوداګریز مرکز هم د مسلکي پوهې د لېږد او د افغانستان د اړتیا وړ بیخ‌بنسټیزو توکو په ټولو حوزو کې لکه، بزګري، د ودانۍ په صنعت کې، خوراکي توکو، روغتیايي تجهیزاتو او نورو برخو کې راوړل خپل مسوولیت ګڼي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د افغانستان او ایران تر منځ د صادراتو او وارداتو ارزښت نږدې ۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي او هڅې روانې دي چې، دغه بهیر نور هم پراخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه