Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر سوداګرې د خپلو توکو لپاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي شکایت کوي

یو شمېر سوداګرې ښځې د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي شکایت کوي او زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې یې د پلور بازار پیکه شوی دی.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې په‌دې برخه کې ښځو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

سوداګره ممتاز یوسفزۍ وايي: «هغه ښځې چې په خصوصي سکټور کې کار کوي او په ځانګړې توګه د افغانستان خپل تولیدات لري، باید دوی ته یو تل‌پاتې بازار په نظر کې ونیول شي، څو ښځې وکولای شي په مارکېټونو کې په ازاد ډول پلور وکړي.»

یوه بله سوداګره ذاکره زیاتوي: «د بازار د نه‌شتوالي له کبله د ښځو د محصولات او تولیدات کم شوي، ځکه د کورنیو اقتصاد ښکته راغلی او د تېرو کلونو پرتله ښځې کم پېر کوي.»

له دې سره سم، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د متشبثو ښځو لپاره یې کورني بازارونه او همداراز روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره سلما یوسفزۍ وايي: «په ټول افغانستان کې مو ورته نندارتونونه جوړ کړل او د خونې له لوري چې ورسره ملاتړ کېږي، هغه د ښوونیزو کورسونو دایرول دي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د ښځینه‌وو سوداګرو د کاروبار وده د کورنیو د اقتصادي ودې لامل هم کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «د اقتصاد په وده کې د ښځو اهمیت مهم دی او د دې تر څنګ چې د خپلو کورنیو ملاتړ کوي، کولای شي لسګونه نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې، له یوه کال راهیسې ۵۶۰ ښځينه سوداګرې د دې خونې په سوداګریزو او تولیدي برخو کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه