Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: سږ کال پر سترو پروژو پانګونه کوو

سرپرست حکومت وايي، اسلامي امارت به سږ کال په لویو پروژو له هغې ډلې د اوبو مدیرت، د کانونو د را ایستلو او ورته نورو پروژو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ټینګار کوي چې سرپرست حکومت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابروي.

بلال کریمي وايي: «د زېربناوو په څېر هغه حیاتي او مهمې پروژو لکه د اوبو مدیریت، د کانونو استخراج او روغتیايي او تعلیمي برخو ته چې ډېرې اړتیاوې ولري اسلامي امارت ورته پاملرنه کوي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په هېواد کې پراختیايي پروژې کم‌رنګه دي او په هېواد کې فقر او بې‌کاري نه‌ده کمه شوې.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «کومه پانګونه چې شوې، بسنه نه‌کوي، خو پایلو ته که یې وکتل شي یو بل څه دي، ان تر دې چې نیمګړې پراختيايي پروژې هم بشپړې شوې نه‌دي او ټاکل شوې وه چې پروژې پیل شي، هم نه‌دي پیل شوي.»

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېر څه باندې یو نیم کال کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه