Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په تیمورشاهي سیمه کې د «ارزان بازار» پرانیسته

د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د کابل په تیمورشاهي سیمه کې د «ارزان بازار» تر سرلیک لاندې د کورنیو تولیداتو لس ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

د دغه نندارتون سمبالوونکي وايي، هڅې کوي چې، د بازار د بیو پرتله په دې نندارتون کې محصولات په ارزانه پر خلکو وپلورل شي.

د نندارتون د جوړولو مسوول نثار احمد بهبودي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ موخه دا ده چې وکړای شو هغه جامې او توکي چې زموږ له دود او کلتوره استازیتوب کوي او زموږ د ګران هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ارزښتونو له ډلې دي، ولرو او هغه صادر کړو.»

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رییس ولي ګل څرګندوي:«د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په استازیتوب له دا ډول پروګرامونو خپل ملاتړ اعلان وو او له ګرانو تجارانو غواړو چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.»

په دې نندارتون کې له نارینه سوداګرو سربېره یو شمېر ښځینه سوداګرو هم ګډون کړی دی.

سوداګره سمیرا وايي:«که چېرې دولت زموږ ملاتړی وي او زموږ ملاتړ وکړي، په ټولنه کې به یو ستر بدلون رامنځته شي، مثلاً هغه ښځې چې په کور کې دي، کولای شي له موږ سره کار وکړي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل له سوداګرو او پانګولو سربېره د خلکو په ګټه هم ګڼي.

د کابل اوسېدونکي سید احمد شاه وویل:«خلک پیسې نه لري. باید دا ډول بازار وي چې مناسبه بیه ولري.»

په دې نندارتون کې څه باندې ۲۵۰ شرکتونو په ۳۰۰ غرفو کې خپل محصولات خرڅلاو ته اېښي دي.

شریک یي کړئ