د کوچني اختر په درشل کې یو شمېر هېوادوال د وچو مېوو له لوړې بیې شکایت لري.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د بد اقتصادي وضعیت له امله ډېری هېوادوال د دغو مېوو د پېرلو وس نهلري.
د کابل اوسېدونکی جمشید وايي: «ډېر جنسونه ګران دي، کالي او وچه مېوه ګران دي، د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې دي، اقتصادي وضعیت ښه نهدی.»
د کابل اوسېدونکی حامد زیاتوي: «که کار او بوختیا ولري، کولای شي، یو څه وپېري، د بېلګې په ډول د اختر لپاره خوراکي توکي او کالي واخلي.»
له بل لوري یو شمېر هټۍوال بیا وايي، د تېرو کلونو پر تله سږ کال یې د مېوو د پلور بازار ډېر پیکه شوی دی.
مېوه پلورونکی لال محمد وايي: «نږدې اتیا سلنه بدلون راغلی دی، مخکې خلکو کاروبار درلوده، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و، مخکې چې دخل اوویا زره افغانۍ کېده، اوس شپاړس زرو افغانیو ته راښکته شوی دی.»
میوه پلورونکی موسی زیاتوي: «مخکې سیمیان ښه و، زموږ بازار هم ښه و، یوه اوونۍ چې به اختر ته پاتې وه، کار به ښه و، خو اوس خلک پیسې نهلري، بازار سوړ شوی دی.»
ورته مهال، د جامو د پلور بازار هم ګرم نه ترسترګو کېږي. دغه پلورونکي هم وایي، د جامو پلور تر اوویا سلنې راکم شوی دی.
د جامو پلورونکی بریالی وايي: «مخکې به د اختر په ورځو کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، اوس هم ګڼه ګوڼه شته، خو مشتري راځي، پیسې ورسره نهشته.»
د جامو پلورونکی جمشید زیاتوي: «که یو جوړ کالي موږ ته په ۱۲ سوه افغانۍ راغلی وي، پېرېدونکی یې له موږ له اصلي بیې ښکته غواړي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د کوچني اختر په مناسبت د کابل په تیمورشاهي سیمه کې لس ورځنی نندارتون جوړ کړی دی، چې کورني محصولات پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.