Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اماراتو کې له توماس وېسټ سره د افغان سوداګرو د استازي لیده کاته

په متحده عربي اماراتو د افغانستان د سوداګرو شورا، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د اقتصادي، بانکي، د ښځو د کار او زده کړو په هکله خبرې اترې کړې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي په دغې لیدنه کې د سوداګرو د ننګونو د حل په هکله هم خبرې شوې دي.

ښاغلي صدرخېل د پاسپورټ د ستونزو د لېرې کولو او د نویو بانکنوټونو د چاپ هرکلی کړی دی.

حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله وايي:«ما د سوداګرو په استازیتوب له هغوی مننه وکړه او افغانستان ته د بانکنوټونو او پاسپورټونو د لېږد په خاطر، هغوی په دې برخه کې ډېره مرسته کړې وه. موږ د تېر یوه کال په لړ کې له هغوی سره د لیدنو په لړ کې له هغوی په دې برخه کې ډېرې غوښتنې کړې وې.»

بلخوا توماس وېسټ په دغې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سوداګریزو ننګونو د لېرې کولو په برخه کې به همکاري وکړي.

په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر عزت‌االله نیازي وویل:«توماس وېسټ افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې په ګډه به کار وکړي او هغه ستونزې چې افغان سوداګر، د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې له هغه سره مخ دي، مناسبه حل لار پيدا کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«تېره ورځ چې هم لیدنه شوې او ډېری سوداګر چې په دوبۍ کې ژوند کوي، ورسره وو له صنعت کارانو سره یې هم خبرې کړي او لیدلي دي. ځينې ژمنې شوي او هغوی ویلي چې مرسته کوي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له امریکا غواړي چې د هېواد پر بانکونو بندیزونه لغوه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«له هېواده بهر، هغه پېرودنې چې موږ یې کوو. دوی د زېربنايي پروژو اجازه راکړي د سترو زېربنايي پروژو لکه د برېښنا تربینونه موږ ته اجازه راکړل شي.»

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا پر بنسټ، په دغه هېواد کې څه باندې درې زره افغان وګړي ژوند کوي او څه باندې ۱۰ مېلیارد ډالره پانګونه یې کړې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه