Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه کال کې د پانګونې کابو ۲۸۰۰ جوازونه وېشل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې کابو ۲۸۰۰ جوازونه وېشلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له دې منځه ۱۰۶ جوازونه د نورو هېوادونو وګړو ته ورکړل شوي دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل:«۲۶۷۹ نوي جوازونه صادر شول. ۷۲۲۷ جوازونه تمدید شول. ۳۳۳ جوازونه لغوه شول. ۱۰۶ نوي بهرني جوازونه ووېشل شول او ۱۳۷ بهرني جوازونه تمدید شول او همدارنګه د سوداګر ته د اسانتیا رامنځته کولو په پار د پاسپورټ ۵۱۲۹ مکتوبونه صادر شول.» 

اخوا، اقتصاد وزارت وایي، چې په هېواد کې پانګونه د اقتصادي ستونزو د حل او د افغانستان د ځان‌بساینې په برخه کې مهم رول لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«په کوچنیو او منځنیو صنایعو او همدارنګه په کرنې او خوراکي سرچینو او اورګانیک کې پانګونه کولای شي چې د افغانستان د ځان‌بساینې په برخه کې ګټور وي او هم د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره ګټور پرېوځي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د پانګونو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د هېواد د پانګوالو ملاتړ وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وویل:«د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې د پانګوال د مالي امنیت لپاره ملاتړې پالیسۍ جوړې شي. څو پانګوال په افغانستان کې د خپل مالي امنیت او خوندیتوب په هکله ډاډه شي، څو په افغانستان کې سیاسي او د پانګونې ډاډه چاپېریال رامنځته شي. چې په افغانستان کې د ډېرې پانګونې د جلب لامل شي.»

تر دې وړاندې په ځلونو د اسلامي امارت چارواکو په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون په بهر کې له افغان سوداګرو غوښتې چې په هېواد کې پانګونې وکړي.

برخی از آگاهان مسایل اقتصادی به این باور استند که برای افزایش سرمایه‌گذاری نیاز است تا امارت اسلامی از سرمایه‌گذاران در کشور پشتیبانی کند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه