یو شمېر سیاحتي شرکتونه وايي، د تېرو دوو کلونو پرتله د هوايي سفر بیه لوړه شوې او له همدې امله د مسافرو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.
د دوی په وینا، دمګړۍ له کابله، دبۍ ته د الوتکې کرایه ۵۰۰ ډالره ده؛ په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې دغه کرایه ۲۵۰ ډالره وه.
د یوه سیاحتي شرکت مدیر تمیم وايي: «مخکې له کابله استانبول او دبۍ ته د ټکټ بیه ۲۰۰ ډالره وه، اوس تر ۴۵۰ ډالرو ته هم رسېږي او ۵۰۰ تر ۵۵۰ هم کېږي.»
د یوه سیاحتي شرکت کارکوونکی حسیب وايي: «د ټکټونو بیې لوړې شوي او د خلکو ستونزې ډېرې شوي، دبۍ او استانبول ته هم ټکټ او هم په ټرانزیټ کې بیې لوړې تمامېږي.»
یو شمېر سوداګر بیا وايي، افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو د درېدو له امله د الوتکو کرایې لوړې شوې دي.
دوی له اسلامي امارته غواي چې پر دغه بهیر په جدي توګه څارنه ولري.
سوداګر محبوبالله ګردیزي وايي: «له بده مرغه په وروستیو کې چې هوايي شرکتونه افغانستان ته تګ-راتګ کوي، د خپلو مسافرتي ټکټونه بیې یې لوړې کړي، دا بیې د ملي سوداګرو او خلکو لپاره چې تګ-راتګ کوي، ډېرې لوړې دي.»
یو بل سوداګر عزتالله نیازی وايي: «حکومت دې ټولو سوداګرو ته چې نورو هېوادونو ته د راکړې-ورکړې لپاره سفرونه کوي، دغه بیې کنټرول او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.»
بل لور ته، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نړۍ کې د الوتکو د تېلو د بیې لوړېدل په هېواد کې د هوايي سفر د بیې د لوړېدو تر ټولو مهم لامل ګڼي.
د دې وزارت ویاند امامالدین احمدي وايي: «بهرني سفرونه چې کېږي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د قانون له مخې ورته نه شو کولای ټاکلې بیه وټاکو، خو لکه د اسلامي امارت د لومړیو ورځو په څېر پاکستان ته د الوتنو بیې لوړې شوې، پهدې صورت کې موږ مداخله کولای شو.»
تر اوسه د امارات، ترکش اېرلاین او فلای دبۍ په ګډون لویو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې نهدي پیل کړي او دمګړۍ یوازې کاماېر، اریانا-افغان او همداراز دوه ایراني شرکتونه افغانستان ته تګ-راتګ لري.
په دې اړه مو اندونه