Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند بزګران: په اوسنیو شرایطو کې دغه ولایت ډېرو اوبو ته اړتیا لري

د هلمند ځينې اوسېدونکي او بزګر له سرپرست حکومته غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې له ایران سره د اوبو د حق موضوع مطرح نه کړي.

د هغوی په وینا، ټول هېواد په ځانګړې توګه هلمند له شدیدې وچکالۍ سره مخامخ دی او ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو ورکول، بزګر له شدیدو ستونزو سره مخ کوي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د هلمند له سینده د ایران د اوبو د حق په هکله د ایراني او د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ مذاکرې په یودو بحثونو بدل شوي دي.

کروندګر عبدالرحمن طلوع نیوز ته وايي:«دا چې ایران له موږ اوبه غواړي، لومړی دا اوبه باید هلمند ته ورکړل شي. دا زموږ غوښتنه ده چې هغوی ته اوبه ورنه کړل شي، ځکه په هلمند کې بڼونه، غنم، کروندې هر څه تږي دي.»

بل کروندګر محمد صدیق هم وویل:«اوبه چې هر هېواد ته ځي، ایران یا هم هر بل هېواد ته، موږ غواړو لومړی هلمند اباد شي.»

د هلمند اوسېدونکی محمد عوض هم څرګندوي:«اوس موږ ته اوبه نه رسېږي. وګورئ اوبه چېرته دي؟ موږ له واټرپمپه استفاده کوو. ځمکې وچې دي.»

په همدې حال د چارو ځينې شنونکي وایي چې ایران غواړي د اوبو له حقه زیاتې اوبه ترلاسه کړي.

د اوبو د مدیریت چارو شنونکی نجیب الله سدید وايي:«معلومېږي ایران نه غواړي چې اوبه د هلمند سیند د معاهدې پر بنسټ ترلاسه کړي. بلکې هغوی غواړي چې د تېر په څېر له حساب پرته دغه هېواد ته وبهږي او افغانستان تراوسه هم په کمال خان بند کې د سږکال له لومړیو اوبه ذخیره کړې نه دي او اوبه تل د ایران په لور بهږي.»

بل خوا، د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال هم د هلمندي کروندګرو د اوبو د کمښت ستونزه مني، خو وایي چې سږکال د هلمند سیند د اوبو کچه لوړه شوې او د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډېره بریده هواره شي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وویل:«بزګر د اوبو له کمښت سره مخ وو، خو د الله په فضل د اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ایراني رسنیو ته ویلي، دوی به ډېر ژر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي، ترڅو له سرپرست حکومت سره د ایران د اوبو حق په اړه خبرې وکړي.
 
د بزګرو په وینا، ټول هېواد په ځانګړې توګه هلمند له شدیدې وچکالۍ سره مخامخ دی او ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو ورکول، بزګر له شدیدو ستونزو سره مخ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه