Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له افغانستان او عراق سره سوداګریزو چارو کې باید له ریاله کار واخیستل شي'

د ایران ولسمشر وايي چې له افغانستان او عراق سره په سوداګریزو چارو کې باید د ایران له ریاله کار واخیستل شي.

ابراهیم رییسي د جمعې په ورځ د دغه هېواد له سوداګرو سره په یوې غونډه کې په راکړو ورکړو کې د ایراني ریالو د کارولو پر اهمیت ټينګار کوي.

په دې غونډه کې ابراهیم رییسي ویلي دي، چې په راکړو ورکړو کې دې له ډالرو د ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره له افغانستان، عراق او نورو هېوادونو سره په معاملو کې له ایراني ریالو کار واخلي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي وویل:«له عراق سره موږ کولای شو، له افغانستان سره موږ کولای شو، د سیمې له ځينو هېوادونو سره موږ کولای شو، په بشپړه توګه کېږي چې دا کار وشي، نور موردونه هم بحث ته اړتیا لري چې کار کوو، حتماً کولای شي چې ګټور او اغېزناک رول ولوبوي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي له ایران سره د دغه هېواد په پیسو راکړه ورکړه د هېواد په زیان ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي وايي:«دا زموږ په ګټه نه دی، په دې دلیل چې زموږ د اسعارو د بیلانس کسر زیاتېږي او ورته مهال د پیسو د چلښت ساحه هم محدودېږي.»
  
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند هم څرګندوي:«د افغانستان بانک باید خپلې څېړنې وکړي او له مطالعاتو وروسته، هر څه چې د افغانستان په ګټه وي، د اقتصادي شورا له پرېکړې وروسته تصمیم ونیول شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې پروسږکال له ایران سره د هېواد د صادراتو ارزښت ۲۸ مېلیون ډالرو ته رسېده، په داسې حال کې چې په روان کال کې له دغه هېواده د څه باندې یو مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي راوارد شوي دي.
            
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«وتوانېدو چې د ۲۸ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د یو مېلیارد او ۴۷۲ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات ولرو.»

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړېدو خبر ورکړی او د دغې خونې د جوړېدو موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول بللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه