Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له دې وروسته، د ترکمنستان ګاز د هرات د تورغنډۍ بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي او وروسته د کندهار له سپين بولدک له لارې پاکستان ته صادرېږي.

یوه خصوصي شرکت پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد مسوولیت پرغاړه اخیستی دی او اسلامي امارت ته ټرانزیټ ورکوي.

په لومړي ځل د ترکمنستان د ګازو پنځوس ټانکرونه د افغاسنتان له لارې پاکستان ته ولېږدول شول.

د ګازو د لېږد شرکت مسوول عتیق الله سیدال وايي:«دا ګاز ټرانزیټي او مخصوصاً پاکستان ته دي چې پاکستان ته ځي. د دغه کار ګټه افغانستان ته دا ده چې ټرانسپورټ او خلک په کار لوېږي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې افغانستان له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا په وصلولو کې مهم رول لري او سرپرست حکومت باید د توکو د ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرو مرسته وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«موږ غواړو چې د هر هېواد ټرانزیټ چې له افغانستانه تېرېږي، له ستونزې پرته تېر شي ګاونډيان هم دا هیله لرو چې د افغانستان په ترانزیټ کې هم کوښښ وکړي.»

بل خوا د کندهار د ګمرک مسوولان وایي، چې په ګمرکونو کې به سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو له ټرانزیټه وروسته، د کندهار د ګمرک مسوولان ډاډ ورکوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د سپین بولدک لاره څلرویشت ساعته د سوداګریزو توکو د لېږد پر مخ پرانیستې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه