Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کارګر نړۍواله ورځ؛ پلازمېنه کې کارګران د کار له نشتوالي شکایت لري

د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر له نړۍوالې ورځې سره سمون لري. له دغې ورځې سره هم مهاله په پلازمېنه کې ځينې کارګران د کار له نشتوالي شکایت کوي.

دغه کارګران وايي چې د بې‌کارۍ له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اسلامي امارت باید هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
سږکال دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ د بې وزلۍ له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
 
د کابل اوسېدونکی صدیق الله طلوع‌نیوز ته وايي:«کله په سړک ګرځم. کار نه پیدا کېږي. هغه ورځ چې تر ماښامه کار کوم ۱۰۰ افغانۍ نه کېږي. په لاس‌ګاډي (کراچۍ) کار کوم.»

هغه کارګران چې کابل کې له ګهیځه تر ماښامه کار کوي، وایي چې ډېری ورځې تش لاسونه خپلو کورونو ته ستنېږي.
 
د کابل اوسېدونکي غلام فاروق وویل:«بې‌کاري خپل وروستي حد ته رسېدلې. خلک ډېر پرېشانه دي. له سهاره تر دولسو یا هم تر څلورو بجو په دغه چوک کې وو، اخر تش لاس کار ته ځوو.»
 
پر لویانو سربېره، د پلازمېنې په واټونو کې ماشومان هم پر کار بوخت دي.

بل خوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په شاوخوا ۱۵۰ مرکزونونو کې ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي زده‌کړې ورکول کېږي او په کال کې تر ۱۲۰ زرو زیات کسان د کار بازار ته دننه کېږي.

د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس عبدالواحد فایز څرګندوي:«په هغه پروګرام کې چې د کار وزارت یې په مخ کې لري، دوی غواړي چې دغه مرکزونه د ولسوالیو په کچه هم زیات کړي.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت وایي، چې د لویو اقتصادي پروژو په پرانیستو او د نیمګړو پروژو د کار په پېلېدو او دغه راز د کوچنیو او منځنیو صنایعو په پیاوړتیا سره به هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل:«په روان کال کې زموږ هڅه دا ده چې د کوچنیو او منځنیو صنایو له پیاورتیا او همدارنګه د سترو اقتصادي پروژو او نیمګړو پروژو له پيل سره، ځوان کهول (نسل) ته کار رامنځته کړو.»

په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د کار د نړۍوال  سازمان خپور شوی راپور، ښيي چې په افغانستان کې ۹۰۰ زره تنه وزګار شوي؛ خو تر هغې وروسته چې په نادولتي ادارو کې د اقتصاد وزارت له لوري د ښځو کارکول وځنډول شول، په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د اقتصاد وزارت وایي، چې د لویو اقتصادي پروژو په پرانیستو او د نیمګړو پروژو د کار په پېلېدو او دغه راز د کوچنیو او منځنیو صنایعو په پیاوړتیا سره به هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه