Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیګار ادعا؛ ا.ا د غیردولتي بنسټونو په فعالیتونو کې لاسوهنه کوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې «سیګار» په یو راپور کې ادعا کړې چې د غیردولتي بنسټونو په فعالیتونو کې د اسلامي امارت لاسوهنه ډېره شوې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د غیر دولتي بنسټونو د محدودیتونو او نه لاسرسی له امله له سلو ډېر راپورونه شته دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۲ زیږدېز کال په ډسمبر میاشت کې د غیردولتي بنسټونو په فعالیتونو کې تر ټولو زیاتې لاسوهنې او محدودیتونه ثبت شوي دي.

د سیګار د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د روان زېږیز کال په جنورۍ میاشت کې، د محدودیتونو او نادولتي فعالیتونو ته د نه لاسرسي په تړاو ۱۳۳ راپورونه شته. په‌دې کې یو مرستندویه ټپي او ۱۵ نور یې نیول شوي دي. ۴۲ داسې پېښې چې له امله یې ښځو نه‌شو کولای کار ته لاسرسی ولري، هم ثبت شوې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نازک‌میر زیارمل وايي: «اسلامي امارت باید له دغو بنسټونو سره د مرستو په لړ کې همغږي ولري او د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي.»

خو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، اسلامي امارت د غیردولتي بنسټونو په کارونو کې لاسوهنه نه‌کوي او د لا ښه روڼتیا په موخه د بنسټونو له مرستو څارنه کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «اسلامي امارت د مرستندویه بنسټونو په کارونو کې لاسوهنه نه کوي او یوازې د لا ښه شفافیت لپاره د بنسټونو د مرستو له لړۍ څارنه کوي.»

بل‌خوا د اقتصادي او سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې د بشري بحران د له منځه وړلو لپاره په هېواد کې ستراتیژیکو اقتصادي پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا ده.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: «په هغو سکټورونو کې پانګونه کول چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، کولای شي، د بشري بحران په له منځه وړلو کې ښه رول ولوبوي، خو په بشري مرستو سره موږ بحران نه شول ختمولی.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي زیاتوي: «دا یوه حساسه موضوع ده، کله چې یوه مرستندویه بنسټ ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي، نو باید اجازه ورته ورکړل شي چې په ازادنه ډول خپل فعالیتونه تر سره کړي.»

سیګار په تازه راپور کې لیکلي چې امریکا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان سره ۲.۱ مېلیارډه ډالره مرستې کړي او که اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کاربندیز لغوه نه‌کړي؛ نو بشري مرستې به له دې هېواد سره کمې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه