Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ځينو پاکستاني سوداګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیده کاته

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت وا‌يي چې د افغانستان له لارې د پاکستان د توکو د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیتي چارو او همداراز په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت سرپرست پاکستان ته په سفر کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ښو اړیکو او همغږیو په تړاو توافق کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې وکړې؛ له هغې ډلې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د دواړو هېوادونو د ټرانزيټي توکو په بهیر کې د اسانتیا راوستل، په سوداګرۍ کې د اسانتیا راوستل او بندرونو ۲۴ ساعته کول.»

له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو چارو د پراخېدو لپاره باید د دواړو هېوادونو په ګمرکونو کې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو ورسره د سوداګرو ستونزې حل شي.

سوداګر زلمي عظیمي طلوع‌نیوز ته وویل:«د اپتا تړون دولس کاله مخکې لاسلیک شوی او دغه تړون باید بیاځلې تمدید شي.»                    

بل سوداګر امید حیدري هم څرګندوي:«د صادراتو په برخه کې، ګمرکي تعرفه او همدارنګه د مېوو او سبزیو د محصول تعرفه دې هم کمه کړي.»

له دې سره سم، د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تورخم بندر کې د دولتي بنسټونو تر منځ د نه همغږۍ له امله راټيټه شوې ده.

د افغانستان - پاکستان د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي:«دم‌ګړۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمه ده. هر څومره چې په بندرونو کې اسانتیا رامنځته شي او په پالیسۍ کې بدلون راشي او پالیسي اسانه شي، د دې امکان شته چې سوداګري نوره هم ښه شي.»

د راپورونو له مخې، پاکستان تر ډېره خوراکي توکي، درمل او برېښنايي وسایل افغانستان ته صادروي؛ خو افغانستان بیا تر ډېره غالۍ، وچې میوې او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه