د هوايي کارګو لومړنی شرکت نن (شنبې، د غوايي په ۲۳مه) کابل کې په فعالیت پيل وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې د دغه شرکت فعالیت د صادراتو په زیاتوالي کې مهمه ونډه لري.
د هوایي کارګو لومړنی شرکت چې د هېواد د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد زمینه برابروي، په لومړي ګام کې اتلس ټنه غیر الکولي څښاک توکي هېواد ته وارد کړي دي.
د کانونو او صنایعو خونې رییس شیربازکمین زاده وايي:«ښايي چې هوايي ټرانسپورټ به په راتلوونکو لسو کلونو کې ارزانه، چټک او ډاډه به وي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم څرګندوي:«ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوو چې راکړه ورکړه، صادرات او ټرانزیټ په عادي بڼه جریان لري. هېڅ ستونزه نشته. ټول دې په ډاډه تجارت وکړي. له پاکستان سره زموږ ټرانزیټ ستونزه نهلري او وارداتي او هم صادراتي ټرانزیټ جریان لري.»
د دغه شرکت مسوولان ډاډ ورکوي چې له هېواده بهر او دننه په هېواد کې د سوداګرو د توکو لېږد رالېږد ته چمتو دي.
د کارګو شرکت مسوول عبدالکریم عارفي څرګندوي:«دا کابو ۱۸ ټنه و چې په یوه مستقیم الوت کې مو ولېږداوه. دا د غیر الوکلي څښاک د خوند (ذایقې) مواد وو چې په افغانستان کې عرضه او تولیدېږي.»
د هوایي کارګو شرکت مسوولان وایي، چې ډېر ژر به د دغه شرکت د ځمکني ټرانزیټ فعالیتونه هم پېل شي.
په دې اړه مو اندونه