Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر سوداګرو، صنعت کارانو او خصوصي برخې د مالیاتو کمېدل

اسلامي امارت پر سوداګرو، صنعت کارانو او خصوصي برخې مالیات کم کړي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، سرپرست حکومت یو کمېسیون جوړ کړی چې د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

عبدالسلام حنفي وایي، چې دغه پرېکړه د هېواد د صنعت د ودې په موخه شوې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګندوي:«د صنعت‌کارانو د ملاتړ لپاره پر کرنې او سوداګرۍ ۷ سلنه موضوعي تړوني مالیه معاف شوې او د صنعت‌کارانو د پیاوړتیا لپاره د صنعت په سکټور کې چې څلور سلنه ربعي انتفاعي مالیه وه، دوه سلنه کمه شوې ده.»

بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې له سوداګرو ملاتړ کوي او د کانونو په استخراج کې به لومړیتوب کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي:«د اسلامي مارت پالیسي همدا ده، سوداګرۍ کورني شرکتونه او کمپنۍ چې دي اعتماد یې پر همدو دی. سمه ده چې بهرنیو شرکتونو ته مو دروازې پرانیستي دي او بلنه ورکوو، اسانتیاوې راوړو، خو دا چې نه راځي، په زور خو یې راوستی نه شو، باید ډېره او زیاته تمه ونه کړو.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین‌زاده هم زیاتوي:«اطمئنان او ډاډ درکوم د افغانستان د اسلامي امارت ډېرو عزتمنو مشرانو، مه پرېږدئ دا خلک چې زموږ خام کانونه بهر ته یوسي. دا به دلته پروسس کېږي او په افغانانو کې دا ظرفیت شته چې دا دلته پروسس کړي.»

بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېواده بهر له ټولو افغان سوداګرو غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګندوي:«هر پانګوال چې راځي او په افغانستان کې پانګونه کوي د دې په څېر دی چې یو څاڅکی اوبه چې د یتیم، ګونډې او بې‌چاره په ستونې کې اچوي او زما د ورورولۍ غوښتنه دا ده هر څوک چې ځان ته افغان وايي او هر څوک چې افغان او مسلمان دی او هرڅوک چې خپل هېواد پرې ګران دی، د افغانستان ته دې راشي او پانګونه دې وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د یوه هېواد پرمختګ، په سوداګرۍ سره دی، په صنعت سره دی، په زراعت سره دی او په ټرانزیټ سره دی. فعلاً چې افغانستان هم یو له منظرو ډګ هېواد دی، په ګرځندویۍ سره دی، هیله ده چې په ټولو شیانو کې پوره همکارۍ سره وکړو.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ژمنه کوي، چې سوداګرو او صنعتکارانو ته به د پاسپورټ او وېزې د اخیستو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېواده بهر له ټولو افغان سوداګرو غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه