Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل نړۍوال نندارتون او له کورنیو صنایعو هرکلی

د «کابل نړۍوال نندارتون» کې ځينې سوداګرې توانېدلي چې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره ځينې تړونونه ترلاسه کړي.

سودابه بهروز له یوه کال راهیسې سوداګره ده، دا وایي چې نندارتونونه د هېواد د محصولاتو په پلورلو او بازار موندلو کې مهم رول لري.
 
سوداګره سودابه بهروز طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ وتوانېدو چې بازار موندنه ولرو، ځان ته پېرودونکي جذب کړو او همدارنګه وتوانېدو ځينې فرمایشونه هم ترلاسه کړو. په ټول کې زموږ لپاره ښه و.»
             
بله سوداګره زرغونې هم په دې هکله وویل:«ډېر تړونونه مو ترلاسه کړل، فرمایشونه مو واخیستل، له ډېرو کسانو سره معرفي شوو او زموږ له تولیداتو څخه یې لیدنه وکړه.» 

په دغه نندارتون کې د سوداګرو ښځو په ګډون کابو ۶۰۰ صنعتي شرکتونو شتون درلود.

د نندارتون ځيني مسوولان وایي، چې د کابل په نړۍوال نندارتون کې د ښځو حضور پراخ و او په دغه نندارتون کې سوداګرو او پانګوالو دولتي او خصوصي تړونونه ترلاسه کړل.

د نندارتون جوړونکی رفیع‌الله حماد په دې هکله څرګندوي:«په خپلو منځو کې یې تړونونه شریک کړل، دولتي او شخصي تړونونه وو. د خصوصي سکټور او بهرنیو بنسټونونو ترمنځ شخصي تړونونه هم وو.»
                
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«د کیفیت او کمیت له پلوه زموږ د کورنیو تولیداتو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره یو ښه فرصت و، چې خلک له کورنیو تولیداتو سره اشنا شي او د کورنیو تولیداتو مصرف دود شي.»

بل پلو، د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال په دغه نندارتون کې د بازار له نشتوالی سرټکوي.
    
سوداګر شعیب وویل:«تولیدي شرکتونه اوس د دې وس نه لري چې له بهرنیو سره تړون ولري.»

اخوا، ځينې سوداګر وایي، چې د دغه‌راز نندارتونونو جوړېدل د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې لپاره ګټور دي.

ګډونوال ظاهر زهور وايي:«د هېواد د اقتصاد د کچې د لوړولو او همدارنګه د هېواد د دود او کلتور په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.»   
   
بل ګډونوال فضل حسین خېل هم وویل:«نندارتون ته راشئ او د هېواد له تولیداتو لیدنه وکړئ او د هېواد له تولیداتو هرکلی وکړئ. چې زموږ صنعت ورځ په ورځ وده وکړي.»   

د کابل په نړۍوال نندارتون کې ۱۰۰ سوداګرو ښځو هم ګډون کړی و او خپل محصولات او لاسي صنایع یې نندارې ته وړاندې کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه