Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل: د سیمې او اسلامي هېوادونو د همکارۍ غوښتونکي یوو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سیمې، په تېره له اسلامي هېوادونو غوښتي چې له افغان ولس سره همکاري ډېره کړي.

نورالدین عزیزي د روسیې له ځانګړي استازي او د ترکمنستان د ټرانسپورټ له وزیر سره په کتنو کې له دغو دواړو هېوادونو غوښتي چې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي چارو لګښتونه راکم کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د ترکمنستان د ټرانسپورت له وزیر سره په کتنه کې هغوی د افغانستان د ټرانزیټ او وارداتي مالونو د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او په‌ وروستیو کې د ترکمنستان د ټرانسپورت وزارت ویلي چې په‌دې اړه باید یوه دوه اړخیزه کمېټه جوړه شي چې په‌دې اړه خبرې وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.»

بل‌خوا، اسلامي امارت په اقتصادي غونډو کې د افغانستان حضور د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټينګښت لپاره مهم بولي او وایي، افغانستان د سیمې د هېوادونو په نښلولو کې مهم رول لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «له هېوادونو سره ټېلفوني خبرې، ناستې او لېدنې په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې د سیمې او افغانستان له دواړو هېوادونو سره مرسته کولای شي او موږ غواړو چې افغانستان پر اقتصاد څرخېدونکي پالیسي ولري او پلي کړي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان خپل تر ټولو ډېر سون توکي، برښنا او خوراکي توکي د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د توکو د ټرانزیټ د لګښت د کمولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «موږ چې له روسیې مالونه رالېږدوو، باید د قزاقستان له خاورې راتېر شي او باید لګښت یې ورکړو، بیا چې له ازبکستان راتېرېږي، بیا باید لګښت ورکړو، هم زموږ صادرات او هم زموږ ورادات همدا ډول دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ درې ورځې مخکې روسیې ته سفر وکړ او د روسیې او اسلامي نړۍ په څورلسمې اقتصادي مجمع کې یې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه