Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې وزارت: سږ کال به د پنبې حاصلات ډېر وي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د پنبې د تولیداتو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، په روان کال کې ورښتونه وو او له همدې امله د تېر کال پر تله د پختې په حاصلاتو کې ډېرښت راشي.

د کرنې وزارت ویاند مصباح مستعین وايي: «په اکثره ولایتونو کې سږ کال موږ اورښتونه درلودل، زموږ اټکل دا دی چې راتلونکې کال کې به له ۱۰۴۱ کال نوره هم زیاته وي.»

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د مالوچو ځینې پلورونکي بیا د پختې د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دي.

عبدالرازق چې له دېرشو کلونو راهیسې په کابل ښار کې مالوچ پلوري، وایي، د مالوچو د بازار د پیکه کېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «شاوخوا دېرش یا څلوېښت کاله وشول چې کار کوم، مخکې ښه و، خو اوس یې دومره خوند نه‌شته، په کور کې یوولس کسان یوو، سږ کال یې خوند نه‌شته.»

د مالوچو پلورونکی ذکرالله وايي: «مخکې یې پیر و پلور ډېر و، خو اوس یې کاروبار پنځوس سلنه کم شوی دی.»

بل‌خو، د جوزجان ولایت یو شمېر کروندګر وایي، د کورکنارو له کرکېلې څخه یې د پنبې کرلو ته مخه کړې ده، خو له اسلامي امارته غواړي چې د کرنې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

کروندګر عمر قل وايي: «دولت دې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ته دې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کود راکړي چې زموږ ورځنۍ چارې ورسره ښې شي.»

یو بل کروندګر محمد نسیم وايي: «موږ پر شپږ جریبه ځمکه کې پنبه کرلې ده، که کوکنار مو کرلي واي، حاصلات به یې ډېر و، ځکه حرام دي او په اسلامي کې هم ویل شوي.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد له ځمکو نه ۷۲ زره ټنه مالوچ تر لاسه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه