Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صنعت وزارت: د ۵۰ قلمه توکو تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یوو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۹ صنعتي پارکونو د جوړولو چارې روانې دي.

د دې وزارت ویاند د افغانستان په ملي او نړۍوال صنعتي سمپوزیم کې وویل، افغانستان د ۵۰ قلمه توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د صنعت او پانګونې په برخه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د کچې د لوړولو په موخه لاندې لاسته راوړنې درلودې؛ د کورنیو تولیداتو کچې لوړول او د ۱۵ تولیداتو په ګډون د ۵۰ توکو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیاینې ته رسول.»

له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د صنعت وده د اقتصاد د پراختیا او کارموندنې لپاره ډېره مهمه ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا رييس عبدالواحد فایز وايي: «په اقتصادي وده او متشبثینو کې د صنعت وده خورا مهمه ده او موږ هر یو په خپله برخه کې هڅه کوو چې د خپل هېواد صنعت وده پیاوړې کړو، څو د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، غیرقانوني کډوالۍ، په مخدره توکو روږدي کېدو او داسې نورو مخه ونیول شي.»

له بل لوري د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست وايي، دغه اداره هڅې کوي چې، هېوادوالو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي: «اوس د کانونو استخراج برخه کې ماهرو او مسلکي کسانو ته اړتيا ده چې په تېرو شلو کلونو کې نه‌دي روزل شوي، د اورګاډي او عصري ودانيو په برخه کې لا هم مسلکي زده‌کړو او روزنې ته اړتيا لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲ مېلیارډ ډالرو ته ورسېد او د تېرو کلونو پر تله د زیاتوالي ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه