Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د «بارټر» سوداګرۍ د پېل لپاره د اسلام اباد چمتووالی

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس په جنس یا «بارټر» سوداګرۍ د پېل لپاره ځانګړی حکم صادر کړی دی.

رویټرز د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر حواله راپور ورکړی چې په دغه حکم کې د تېلو او ګازو په ګډون ځينې توکي شامل دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي:«دا حکم باید د جنس په جنس سوداګریزې تبادلې «B۲B»په نوم ونومول شي. دا تړون د وارداتو او صادراتو تړون دی چې فعالیتونه یې د ګمرک د مسوولینو له لوري په کمپیوټري ډول ثبت او ساتل کېږي.»

رویټرز زیاته کړې، چې د پاکستان د پیسو زیرمه په سختۍ سره کولای شي چې تر یوې میاشتې پورې خپله د وارداتو اړتیا پوره کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي:«د پاکستان دولت چې د پیسو زیرمې یې اوس‌مهال یوازې د یوې میاشتې د وارداتو لپاره کافي دي، سخته هڅه کوي، چې اقتصادي ناورین مدیریت کړي او پړسوب چې تېره میاشت خپلې تر ټولو لوړې کچې یعنې نږدې ۳۸ سلنې ته ورسېد، تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

اخوا، د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې د جنس په جنس تبادلې په تړاو له پاکستان سره څو غونډې شوي؛ خو تر اوسه دغه مسئله وروستۍ شوې نه ده.                        

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«د جنس په جنس تبادلې په هکله له پاکستان سره خبرې او غونډې شوي دي او موږ پر جزییاتو خبرې کوو او دغه خبرې او غونډې تراوسه وروستۍ شوې نه دي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه بارټر سوداګري د هېواد په ګټه ګڼي او وایي، چې اوس‌مهال سوداګر د بانکونو له لارې د پیسو د لېږد له لارې له ستونزو سره مخ دي.                   

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوی خان جان الکوزی څرګندوي:«په اوسني حالت کې چې د بندیز په وضعیت کې یوو او د پیسو په لېږد کې پرانیستی لاس نه‌لرو، دوره زموږ په زیان نه دی بلکې زموږ په ګټه دی؛ خو یو مورد باید رعایت شي چې د افغانۍ د کلدارې تر اغېزې لاندې رانه‌شي.»                          

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب الله صافی هم وايي:«لکه څرنګه چې دا یو سیمه‌ییز تړون دی، په دې کې روسیه او زموږ یو ستر سوداګریز شریک ایران هم شامل دي او شونې ده چې په دې کې نور هېوادونه هم ونډه واخلي. نو په دې هکله زموږ نظر مثبت دی چې اسلامي امارت ملي ګټو ته په کتو په دې سوداګرۍ کې ونډه واخلي.»

پاکستان د افغانستان هغه لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي، چې د افغانستان توکي د دغه هېواد په بازارونو کې تر ډېره په دودیز ډول پلورل کېږي او پاکستان هم خپل سوداګریز او ټرانزیټي توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه