Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د هند ۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم چابهار بندر ته رسېدلي

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له افغانستان سره د لس زره ټنه مرسته شويو غنمو دوه زره او پنځه سوه ټنه یې چابهار بندر ته رسېدلي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته ولېږدول شي.

یاد بنسټ طلوع‌نیوز ته تاییدوي چې د هند له‌خوا مرسته شوي غنم به د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته په افغانستان کې ووېشل شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول فلېپ کروف وايي: «دم‌ګړۍ دوه زره او ۵۰۰ مټریک ټنه غنم د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته پر لاره دي. دغه غنم به په هرات کې اوړه شي او په‌دې ولایت کې به د خوړو نړۍوال پروګرام ته وسپارل شي او بیا به پر خلکو ووېشل شي.»

اسلامي امارت د هند له دغو مرستو هرکلی کوي او له نوي ډیلي غواړي چې له افغانستان سره د اقتصادي او ډېپلوماسۍ په برخو کې هم همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح‌الله مجاهد وايي: «موږ د دې غوښتونکي یوو چې له افغانانو سره د اقتصادي او ډېپلوماسۍ برخو کې همکاري وشي، امنیت او ټیکاو یې تل‌پاتې شي او همداراز اقتصاد یې پر پښو ودرېږي او له پراختیا سره همکاري وشي، زموږ هېواد ودان شي، څو په سیمه کې له امنیت او ټیکاو سره مرسته وشي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنوونکي بیا په‌دې باور دي چې د سیمې د هیوادونو او د مرستندویه بنسټونو دغه مرستې چې د بشرپاله مرستو په چوکاټ کې افغانستان ته راځي، نه‌شي کولای په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: «دغه ډول مرستې هېڅ ډول اقتصادي اغېزمنتیا نه‌لري، که په بشرپاله برخه کې ټرېلیونه ډالره مرستې وشي، په اوږ‌دمهال کې ستونزې جوړوي، هېڅ ډول اقتصادې اغېزمنتیا نه‌لري او نه‌شي کولای بې‌وزلي او بې‌کاري راکمه کړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر وايي: «د جمهوریت له پرځېدو وروسته چې کومې مرستې شوي، یوازې پر بشرپاله برخې راڅرخي، دغه مرستې هېڅ وخت په افغانستان کې د کار پیدا کېدو او زېربناوو برخه کې نه‌دي لګول شوي.»

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کچې له لوړېدو سره یوازې هند په تېر کال کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغان ولس سره د ۴۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه