Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: له ترکمنستان سره مو د ټاپي پروژې د پلي کېدو ګډه طرحه لاسلیک کړه

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د ټاپي پروژې د پلي کېدو ګډه طرحه یې له ترکمنستان سره لاسلیک کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیه کې په ډاګه کړې ده چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د سیمې هېوادونه طبیعي ګازو ته لاسرسی ومومي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي: «ټاپي د سیمې د سوکالۍ لپاره یوه مهمه پروژه ده چې له عشق‌اباده پېلېږي او له کابل او اسلام‌اباده د هند پر لور تېرېږي، دا پروژه به له دې سیمې سره مرسته وکړي چې د کلکو تضمینونو او د ښکېلو غاړو د توافق وړ شرایطو له مخې، طبیعي ګازو ته لاسرسی ولري.»

ورته مهال، د کانونو او صنایعو خونه وایي، په هېواد کې به د ټاپي پروژې په عملي کېدو سره، افغانستان په اقتصادي برخه کې وده او پرمختګ وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال  سخي احمد پیمان وايي: «که چېرې د ټاپي پروژې عملي کار په هېواد کې پیل شي، د افغانستان لپاره له سیاسي او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي او همدارنګه دغه پروژه د ښکېلو هېوادونو هند، پاکستان او ترکمنستان لپاره هم مهمه ده، هیله‌من یوو چې سیاسي مشورې به تر سره شي، څو د دې پروژې د پلي کېدو شاهدان واوسو.»

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود زیاتوي: «په حقیقت کې دا پروژه په یوه سیمه‌ییزه شخړه کې راګیر ده، دا سیمه‌ییزه سیالي د دې لامل شوې چې نل‌لیکه خوځښت و نه‌کړي، په داسې حال کې چې دغه نل‌لیکه چې له ترکمنستان څخه هند ته تېرېږي، په افغانستان کوم نظام د دې مخالف نه و، نه په جمهوري نظام کې، نه په اسلامي نظام کې او نه هم د طالبانو په نظام کې.»

اخوا، اسلامي امارت وایي، په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پېلېدو لپاره اسلامي امارت بشپړ چمتووالی لري او د دې پروژې د امنیت د ټينګښت لپاره یې له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نه ځانګړې قطعه ګومارلې ده.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: «کومه برخه چې زموږ اړوند ده، خپله دنده مو سر ته رسولې ده، په‌دې مانا چې په افغانستان کې ټولیز امنیت تینګ دی او له هغه سیمې چې ټاپي پروژه ترې تېرېږي، امنیت یې تامین دی او موږ په دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت کې هم قطعې ګمارلي دي، که د دې پروژې چارې پیلېږي، امنیت یې سل په سلو کې ټینګ وي، په‌دې برخه کې د اسلامي امارت دنده څرګنده او تر سره شوې ده.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «له نړیوال بانکه غوښتنه لرو چې له کاسا زر او ټاپي پروژو ملاتړ وکړي او په‌دې برخه کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي.»

ټاپي پروژه له ترکمنستانه پېلېږي او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو سره هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینې پر برابرېدو سربېره، افغانستان په کال کې څه باندې څلور سوه مېلیونه ډالره تر لاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه