Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاسي صنایعو نړۍواله ورځ ده؛ ښځې د بازار له نشتوالي اندېښمنې دي

د لاسي صنایعو نړۍواله ورځ په داسې حال کې را ورسېده چې په هېواد کې ډېری متشبثې او سوداګرې ښځې د خپلو لاسي توکو لپاره د بازار له نشتوالي اندېښمنې دي.

د جون لسمه نېټه هر کال د لاسي صنایعو د نړۍوالې ورځې په توګه لمانځنه کېږي.

رخسار چې څه باندې څلور کاله کېږي، د لاسي صنایعو پر کار بوخته ده، خپلو لاسي محصولاتو ته د بازار د نشتوالي په هکله داسې وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د مېرمنو ملاتړ دې وشي. له ښځو سره دې مرسته وشي چې وکړای شي په خپلو پښو ودرېږي او پرمختګ وکړي.»
                           
متشبثه بنفشه هم څرګندوي:«له هغې وخته چې اسلامي امارت راغلی، زموږ کارو بار لږ خراب شوی. پلور کم شوی، ځکه چې د خلکو د اقتصاد کچه ټیټه شوې او خلک د پېرلو وس نه‌لري او هوايي دهلیزونه هم د خلکو پر مخ تړلي دي او زموږ تولیدات بهر ته نه صادرېږي.»

بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د متشبثو ښځو ملاتړ ته ژمن دی.
                            
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«هغه مېرمنې چې د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت لري، هر اړخیز ملاتړ ترې لرو، او د لاسي صنایعو د پلور لپاره یې له هېواده بهر او دننه په هېواد کې د بازار موندنې زمینه برابر وو چې وکړای شي د سوداګرۍ په برخه کې ډاګیزه ونډه او پیاوړی مټ وي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد په څه باندې شپاړسو ولایتونو کې د ښځو د سوداګرۍ خونې جوړې شوې دي.
                 
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییسه سلما یوسفزۍ څرګندوي:«دم‌ګړۍ د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیستې دي. حتا په هغو ولایتونو کې چې موږ یې تمه هم نه‌لرله لکه ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د هرات خوا ته هم او په مرکز کې هم موږ خونې پرانیستې دي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي دي، چې په هېواد کې څه باندې ۵۰ زره شرکتونه په غیر رسمي ډول د ښځو له لوري اداره کېږي، چې له دې منځه پنځه زره یې په رسمي ډول فعالیت کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د متشبثو ښځو ملاتړ ته ژمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه