Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صرافۍ ماشینونو له نه فعالېدو او نویو بانک‌نوټونو له نشتوالي د خلکو شکایت

د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې له بانکونو د پیسو ویستلو برخه کې اوس هم ستونزې شته، خو تر اوسه د پیسو ویستلو د اتومات ماشینونو «اې‌ټي‌اېم» د بېرته فعالولو برخه کې څه کار نه‌دی شوی.

د دوی په وینا، له بانکونو د پیسو ویستل ډېر وخت نیسي او دې چارې خلک له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکی نبي‌الله په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «له څه مودې راهیسي د خصوصي او دولتي بانکونو اې‌ټي‌اېم ماشینونه غیر فعال دي او د خلکو ستونزې هم ورسره ډېرېږي او څوک نه‌شي کولای خپلو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی همایون وايي: «پخوا په روغتونونو او مارکېټونو کې د اې‌ټي‌اېم ماشیونه فعال و، که ناروغ یا کوم بېړنۍ چاره ورته پیدا کېدله، کولای یې شول خپلې پیسې ترې تر لاسه کړي، اوس د ځینو ستونزو له کبله دغه ماشیونه غیر فعال دي او خلک د خپلو پیسو اخیستلو لپاره ساعتونه په تمه وي.»

په بازار کې د زړو افغانیو ډېرښت بیا بله ستونزه ده چې کابل مېشتي ورسره مخ دي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې نوې پیسې دې ژر بازار ته راوباسي.

د کابل اوسېدونکی رفیع‌الله وايي: «خلکو ته دې پنځوسي، سلګون او ورپسې پنځه‌سویز ورکړي، ځکه خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي او پیسې یې هم ډېرې زړې شوې دي.»

د کابل اوسیدونکی عمران زیاتوي: «له خلکو هیله لرم چې د بانکونو څانګو ته خپلې زړې پیسې یوسي او نوي بانک‌نوټونه تر لاسه کړي.»

د افغانستان بانک ویاند بیا وايي، د نویو افغانیو چې لس او شل ګونان دي، د وېشنې بهیر دوام لري او هېوادوال کولای شي له کوم کمېشن پرته په بانکونو کې خپلې زړې پیسې  پر نویو بدلې کړي.

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: «هغه ګران هېوادوال چې غواړي د افغانۍ مندرس بانک‌نوټونه بدل کړي، دوی کولای شي چې د سوداګریزو بانکونو او همدارنګه د افغانستان نماینده‌ګیو ته په ورتګ سره په ټول هېواد کې د لسګون او شلګون مندرس بانک‌نوټونه بدل کړي.»

د افغانستان بانک له ټولو هېوادوالو غواړي چې د نویو افغانیو چې د هېواد ملي هویت دی، ښه ساتنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه