د افغانستان بانک سرپرست هدایتالله بدری په کابل کې د چین له سفیر وانګ یوو سره په لېدنه کې د بانکي، سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د دې بانک ویاند وايي، پهدې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او بېجېنګ تر منځ د اقتصادي اړیکو د ښه کېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.
حسیبالله نوري وايي: «پهدې ناسته کې دوړه اړخیزو همکاریو په اړه ټینګار وشو او دغه همکارۍ د اقتصاد په برخه کې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وبلل شوې.»
ورته مهال، یو شمېر سوداګر وايي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزې نه ورکړه او د صادراتي توکو پر وړاندې ستونزې هغه ننګونې دي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.
سوداګر محبوبالله محمدي وايي: «د چین بازار چې له څو لسیزو راهیسې د هېواد صادراتو یانې جلغوزې لپاره ستر بازار و، خو بیا هم سوداګر په بېلابېلو برخو کې له سترو ننګونو سره مخ دي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې دمګړۍ په هېواد کې چینايي پانګوالو ته د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د اقتصادي چارو کارپوره روحالله احمدزی وايي: «په افغانستان کې چین ته له نړۍوال سیال پرته د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده چې ډګر ته راشي او د میس عینک، حاجي ګک او نورو کانونو د استخراج برخه کې عملي ګامونه واخلي.»
تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې چین په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې شاوخوا دوه مېلیارد ډالره پانګونه کړې ده.