Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې بهیر کې نوې اسانتیاوې رامنځته کړي

په کابل کې د ایران سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د دغه سفارت چارواکي زیاتوي، سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر له آسانه کولو موخه، د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.

کابل کې د ایران سفارت د رسنیو مسوول سید عباس بدریفر طلوع‌نیوز ته وویل:«افغان سوداګر او پانګوال کولای شي د ویزې استازولیو ته له مراجعې سره کولای شي، خپله وزیره چې په سوداګریزې او کثیره المسافره ویزو کې شاملېږي ډېر ژر ترلاسه کړي.»

ځينې افغان سوداګر بیا د ایران سفارت د دغې چارې ستاینه کوي خو هیله‌من دي چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې نورې ستونزې هم حل شي.

ایران ته د پیسو لېږد او د افغاني توکو د صادارتو کموالی، هغه ستونزې دي چې سوداګر یې په تړاو اندېښنه څرګندوي.

سوداګر زلمی عظیمي وايي:«له افغانستانه ایران او له ایرانه افغانستان ته د پیسو لېږد، دا ډول ستونزې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان او ایران حکومتونه غونډه ولري او بنسټيزه حل لار پيدا کړي.»

بل سوداګر محبوب الله محمدي هم وویل:«د ایران د سفارت له خوا چې د افغانستان لپاره د ویزې اسانتیا رامنځته شوې، د ستاینې وړ ګام دی؛ خو په اصلي ستونزې پر خپل ځای دی چې اقتصادي خپرونې، د سوداګرو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر انډول تمرکز دی، ترسره شوي نه دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي چې په دې کې د افغانستان د صادارتو کچه ډیره کمه ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند څرګندوي:«هغه څه چې ثبت دي، موږ له ایرانه کابو یو مېلیارد او ۳۰۰ زره  تر ۳۵۰ زره او یا هم زیات واردات لرو او په مقابل کې ۳۵ مېلیون ډالره او یا هم کم صادرات لرو.»

مخکې تر دې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي و، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په موخه، د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه