Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ورېښمو له لارې سره د افغانستان نښلون ته د چین لېوالتیا

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې اسلامي امارت او چین لېواله دي چې ډېر ژر د واخان د دهلېز یا ورېښمو له لارې سره ونښلول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د ورېښمو له لارې له چین سره د افغانستان نښلون، د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې او عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري او بلخوا چین له ایران او عربي هېوادونو سره نښلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله وویل:«زموږ یوه پخوانۍ هیله او خوب د واخان دهلېز له لارې له چین سره نښلون دی، کارونه کابو بشپړ شوي او دواړه لوري هم افغانستان او هم چین لېوالتیا لري چې موږ وکړای شو د واخان دهلېز له لارې وصل شو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په دې باور ده چې د واخان دهلیز له لارې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلول، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ تر ټولو کم لګښته او نږدې لار ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«خلیج او تورې بحیرې ته تر ټولو نږدې لار ده او حتا ټولو هغو هېوادونو ته چې په خلیج او عربو کې ژوند کوي، ایران او افغانستان ته تر ټولو نږدې لار ده.»

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکېب میر هم څرګندوي:«د واخان دهلیز له لارې له چین سره د افغانستان اقتصادي نښلون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړې ورکړې له لارې کولای شي چې د افغانستان په اقتصاد خپله اغېزه ولري.»

واخان د افغانستان یو له مهمو ولسوالیو ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

شریک یي کړئ