Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفي یوه ته رسېدلې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د څېړنو پر بنسټ په افغانستان کې د انفلاسیون کچه «منفي یوه» ته راټیټه شوې ده.

ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د توکو بیه له ډېریو پرمختللو هېوادونو ټيټ دي.

ورته مهال د اقتصاد وزارت له کورني تولیداتو ملاتړ او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل هغه لاملونه ګڼي چې له امله یې په هېواد کې د انفلاسیون نرخ راټيټ شوی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د انفلاسیون د مخنیوي لاملونه چې موږ وتوانېدو د انفلاسیون نرخ په مطلوبه توګه کنټرول کړو دا دی چې د اسلامي امارت په دوره کې د صادراتو پراختیا، د خوراکي او سوند توکو د بیې کموالی موندلی دی.»

ځينې اقتصادي شنونکي بیا پر دې باور دي چې د اقتصادي ودې او د توکو د بیې راټيټیدو لپاره اړتیا ده چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شمس الحق شمس طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ عمده تابیاوې دا دي چې موږ باید ډېر په ساده‌ګۍ د صادراتو او وارداتو انډول وساتو. اوس چې د ډالرو په وړاندې افغانۍ باثباته پاتې دي لامل یې دا دی چې موږ ښه صادرات لرو.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«د اقتصادي ودې لپاره کرنیزو تولیداتو او همدارنګه د صادراتو او سوداګرۍ احیا کول او همدارنګه په هېواد کې د پانګونې په پار د فرصتونو لټول ډېر مهم دي.»

له دې سره هم‌مهاله د ریاست الوزرا سرپرست بیا ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.

د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي:«زموږ د خلکو اقتصاد پياوړی شي، د حکومت اقتصاد پياوړی شي، یادې شوې ستونزې به حل شي.»

تر دې مخکې، نړۍوال بانک په یوه راپور کې ويلي، د افغانستان اقتصاد د نړۍوالو په مرستو سره ثابت پاتې دی او تمه ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به تولیدي برخه لاپسې براخه شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه