Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قشقري بلاک له څاګانو د نفتو استخراج پېل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په سرپل ولایت کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له لوري، د آمو سیند حوزه کې د قشقرې نفتي بلاک له څاګانو د نفتو د راویستنې بهیر پېل شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، په دې حوزه کې د نفتو د راویستنې د بهیر پېل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې له دې امله به د سرپل او نورو ولایتونو ځينو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

شهاب الدین دلاور په دې هکله وویل:«د حق لومړیتوب د سرپل ځوانانو ته دی چې وګومارل شي. وروسته د افغانستان د نورو ولایتونو ځوانان به وګومارل شي. اوس هم د سرپل ولایت ډېر ځوانان دلته ګومارل شوي دي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان طلوع‌نیوز ته وايي:«د امو سیند په حوزه کې، په ټول کې موږ ۹ فعالې څاګانې لرو. اوس د استخراج ظرفیت په ورځ کې کابو ۳۵۰ ټنه دی.»

د کانونو او صنایعو خونه بیا، د امو سیند په حوزه کې، د نفتو د راویستنې د بهیر پېل د هېواد د ځان بسیانې پر لور ګټور ګام بولي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«له نېکه مرغه د امو سیند په حوزه کې د نفتو سترې زېرمې شتون لري. هیله لرو چې په راتلوونکي کې هغه موکه چې رامنځته شوې، په افغانستان کې د نفتو د ځان بساینې شاهد واوسو او له هغې وکړای شو د انرژۍ تولید ولرو او هغه صنایعې چې په نفتو پورې اړوندې دي هغو ته پراختیا ورکړو.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا، له اسلامي امارته غواړي چې د قشقري له څاګانو ترلاسه شوي نفت په کور دننه پروسس کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیاعبدالنصیر طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«اوس چې له څاګانو نفت استخراج کېږي، د هغه ترڅنګ پروسس خونه دې جوړه شي او د هغه تفصفیه دې دننه په کور کې وشي. دا هم کولای شي چې د افغانستان د بازار کورنۍ اړتیاوې هم پوره کړي او هم د هغه یوه برخه له هېواده بهر ته صادر کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د چین د نفت ملي شرکت به په روان کال کې، د امو سیند په حوزه کې د قشقري د نفت په بلاک کې د خامو نفتو د راویستنې لپاره ۱۶۲ مېلیونه ډالره پانګونه وکړي او د پانګونې دغه کچه به په درېیو کلونو کې ۵۴۰ مېلیونه ډالرو ته ورسېږي.
 
شریک یي کړئ