د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې مسوولان وايي، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.
د دې خونې رییس د صادراتو په کچه کې د کموالي لاملونه بانکي او ټرانسپورټي ستونزې، په هېواد کې د پېر او پلور بازار پیکه کېدل، د ویزې په برخه کې ستونزې او په پاکستان کې منفي مالي ناورین، بولي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس نقیبالله ساپی وايي: «ځینې لاملونه دي چې پر سوداګرۍ باندې یې مثبتې او منفې اغېزې کړې دي، خو په اوسمهال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ په انډول ډول روان دی.»
له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د دې وزارت په وینا، پاکستان ته تر ډېره تازه میوې، غالۍ، پنبه او د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «پاکستان ته زموږ ډېری صادرات د ډبرو سکاره، مالوچ، لوبیا، کاني ډبرې، غالۍ او تازه میوه ده او له پاکستانه زموږ وارداتي توکي وریجې، سیمنټ، البسه او کتان محصولات دي.»
یو شمیر سوداګر بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتیدو لپاره باید ګمرکي ستونزې حل شي او بندرونه هم باید ۲۴ ساعته فعال وي.
سوداګر امید حیدري وايي: «اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک شي، څو موږ وکولای شو غوره ګمرکي اسانتیاوو ته لاسرسی ولرو.»
سوداګر اجمل ساپی زیاتوي: «په وخت سره چې موټر معلوم شي او دواړو خواوو ته ۲۴ ساعته کار وشي، دا به وکولای شي چې په پاکستان کې د افغانستان تولیداتو ته د سیالۍ ښه زمینه برابره کړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د روان هجري لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي، د هند، چین او ایران په ګډون د سیمې او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.