د وسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د دغې ادارې رییس د پاکستان د وسپنې پټلۍ د ادارې د مسوولانو په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د دې ادارې ویاند ټینګار کوي، چې د افغانستان په خاوره کې به د افغان - ټرانس د سیمهییزې پروژې تګلوری به د پاکستان، ازبیکستان او افغانستان په درې اړخیزه غونډه کې چې ټاکل شوې، د دوشنبې او سه شنبې په ورځو جوړه شي، په ګوته کړای شي.
د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی طلوعنیوز ته وايي:«په دغه سفر کې په پام کې ده چې د افغان - ټرانس د وسپنې پټلۍ د پروژې تګلوری، د درې هېوادونو د چارواکو له خوا تر وروستي کېدو وروسته، لاسلیک او د افغان - ټرانس پروژې د لارې نقشې په هکله چې له مزارشریف څخه تر خرلاټي پورې به وي، هم بحث او وروستۍ به شي.»
په دې لړ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغان - ټرانس پروژه د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ګڼي او د دې پروژې پر عملي کېدو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس خان محمد سرفراز باز وویل:«زه د دغې پروژې د پلي کېدو لېواله یم او دغه پروژه باید ژر تر ژره پېل شي، چې خلک هم د کار خاوندان شي او له اقتصادي پلوه د افغانستان اهمیت له پخوا څخه ډېر شي.»
بل خوا، یو شمېر شنوونکي وایي چې د وسپنې پټلۍ له لارې له سوېلي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول کېدل به د هېواد د اقتصادي پرختګ لامل شي او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی نازک میر زیارمل طلوعنیوز ته وویل:«کله چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له پاکستان سره له مزاره پاکستان سره ونښلول شي، کولای شي چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره ونښلوي او له دې لارې به د افغانستان خزانې ته د ټرانزیټ عواید جمع شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر هم څرګندوي:«د لېږد رالېږد بیخبناوو په ځانګړې توګه وسپنې پټلۍ پراختیا کولای شي چې په وچې چاپېر د افغانستان اقتصاد له کم لګښت سره د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.»
د وسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، له مزارشریف- ننګرهار او تورخمه مزارشریف - پکتیا او خرلاتي ته د افغان- ټرانس د وسپنې پټلۍ د پروژې د تګلوري د بدلېدو په نهایي کېدو سره به، د دې پروژې لګښت شاوخوا نیم میلیارد ډالره کم شي او د دې پروژې لاره به ۱۶۰ کیلومټره د افغانستان په خاروه کې او څه باندې ۱۷۱ کیلومټره د پاکستان په خاوره کې لنډه شي.
په دې اړه مو اندونه