د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان بانکونه د نړۍ په سپین نوملړ کې دي او د پیسو په لېږد کې هېڅ محدودیت نشته.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ملت ته د دولت د حساب ورکولو په څلورمه ورځ وایي هڅه کوي چې هېواد ته ډېرې پانګونې جلب کړي.
نورالدین عزیزي دغه راز وایي، چې په روان کال کې یې تر اوو زرو زیاتو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
د دغه وزارت سرپرست ټينګار کوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، پر زرو ښځو هم د کار جوازونه وېشل شوي دي.
نورالدین عزیزي وايي:«سږکال مو ۷۲۶۳ نوي جوازونه وېشلي د دې لپاره چې دوستان ډاډ ولري او همدارنګه د ښځو د سکټور فعال والي لپاره کابو زر جوازونه یوازې پر مېرمنو وېشلي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې کورنیو شرکتونو د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده او دغه وزارت د صنعت او انرژۍ په برخه کې د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګندوي:«د برېښنا په برخه کې څه باندې سل مېلیون امریکايي ډالرو پانګونې ته بشپړ چمتووالی، د دې لپاره چې پر ۵۰۰ کیلو ولټ مزي له پخوا پرې کار شوی لږه سلنه یې پاتې ده، اسیايي بانک تمویلوه اوس هغوی یو ګام شته شوي دي، انشاالله اسلامي امارت یې په خپله د پانګوالو په همکارۍ کار پېلوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونو د پراختیا رییس صبغتالله آخندزاده هم وايي:«په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې۱۵۰ مېلیونه ډالره پانګونه شوې ده، اوس مهال په کانونو او کرنې په برخو کې غوښتنې شوي دي او حتا موږ له ځينو سره هوکړهلیکونه لیکلي دي او کابو ۸۰ سلنه کارونه یې مخکې تللي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز وایي، چې دغه وزارت د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه پروسږکال ۵۰ کارخونې نوې تاسیس کړې دي او په وروستیو نږدې دوو کلونو کې ۸۰ سلنه غیرفعاله کارخونې بېرته فعالې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې د ډالرو د قاچاق او د پانګې د وړلو د مخنیوي په موخه یې د بندرونو کمېټه جوړه کړې ده او د بندرونو میکانیزه کېدل هم د دغه وزارت په کاري لومړیتونو کې راځي.